له جامو نیولې،ترخبرو،خوراک،څښاک،ټولنیزو اړیکو،سلیقو او حتی عقایدو پورې هرڅه بدل،مغلق او پردي شي،د هغه چا چې پخوا مو پېژنده نښې به پکې ډېرې کمې ووینئ.
دا سیاسي صحنې ته زموږ د داخلیدونکو یا داخل شوو خلکو په یوه عام شناخت او عادت بدل شوی.
همدا علت به وي،چې خلک مو هغو ته چې له خپل حده لوړ الوزي،دروغ وایي او په تبه یې برابر نه وي،سیاستي،سیاستمدار او اوس په نوې اصطلاح له ریشخنده سیاسي کارپوه وي.
خلک ډېرنه دي ګرم،زموږ چې څوک لږ څو سیاسي اصطلاحاتو او خبرو سره اشناشي،یوسلو اتیا درجې منفي تغیرپسې ځغلي.
دا ستونزه که لږه دقیقه مطالعه شي،سیاست او ورپورې تړلي مسایل به یې سبب نه وي،زموږ غم دا دی،چې د نورو زیاتو برخو د فعالانو په شان مو سیاست ته مخ اړونکي هم د ځان او وطن پېژندلو ظرفیت او د سیاسي زده کړو د ذهني هضم او تعامل استعداد نه لري.
دلته ډېروخت سیاست یانې یو بهرنی شی،پکې دخیلې کړۍ له بهرنیانو څخه تمویلیدونکي او تنظیمیدونکي او ولس د داسې هرې لوبې ترحکم لاندې نوکر،قرباني او نندارچي معرفي شوی.
همدا غلط تعارف او درک دی،چې بحرانونه یې زېږولي،ښارونه یې وران کړي،د وینو سیندونه یې بهولي او د ولس سیاسي شعور،باور او سلیقه یې ځپلې.
د ولسي ملاتړ پرځای له غلطو داخلي او بهرنیو ادرسونو څخه په تحفه یي شکل کم اهلو او نااهلو ته د واکمنۍ او امتیازاتو همدا ناروا ورکړه ده،چې د سیاسي او ولسي رهبرۍ،نخبه ګۍ،موثریت او نفوذ مدعیانو ته یې د نورو هېوادونو د سیاسي تاریخ،مبارزو او لاسته راوړنو د مطالعې ضرورت نه دی پیدا کړی.
دوی که په اسلامي تاریخ کې د خلفاوو پرمعیارونو،اخلاقو او نورو مهمو اړخونو نه دي خبر،په معاصرو سیاسي مبارزو کې د منډیلا،ګاندي،پاچاخان او نورو لویو مبارزینو د ژوند،هدفونو او مبارزو په څرنګوالي هم نه پوهیږي.
دوی بس دا پېژني،چې پلانی او بستانی یې بادار دی،که هرڅومره وسله،پیسه او دوی ته هم نامعرفي شوې دسیسه ورسپارل کېږي،باید د وینو په تویولو،دروغو ویلو،اخلاقو خرابولو او خلکو فاسدولو سره یې عملي کړي.
دوی ته همدا سیاست،رهبري،مبارزه او له همدې لارې د واک یانې هدف لاسته راوړل دي.
په دې روحیه زموږ په ادرس تپل شوې او رامنځته شوې بهرنۍ کړۍ چې ځان زموږ سیاستوال ګڼي،یا دي په عام ډول دومره د خودپرستۍ فطري یا ور پېچکاري شوي میکروب ځپلي،چې له ځان،خپلې ایډیالوژۍ،ډلې او انتخاب کړې لارې پرته پربل هیڅ شي باورنه کوي.
د دوی له ادعا او باوره سړی دا تصور کوي،چې دوی ته ځان له انسانانو څخه چې نېمګړي او تېروتونکي دي،یو بل متفاوت امتیازي قشرښکاري،هغه قشر چې باید په هرحالت کې واوریدل شي،ومنل شي،وستایل شي او لیکې ورپسې جوړې شي.
زموږ تر سیاسي عرفونو د کلیوالو کروندګرو اړیکې او مناسبات خورا منظم او موثر دي،کروندګر که په کرونده کې ستونزه ویني،نور کلیوال خبروي،مشورې اخلي،دوا پاشۍ کوي او که بیا هم که ښه فصل لاسته ورنه شي،بل ځل پرځمکه تخم د هغه چا په لاس کري،چې ډېرعقیدت ورته لري او برکتي یې ګڼي.
خو زموږ سیاسيون داسې نه دي،دوی هریو فکر کوي،چې پربل هرچا دوی برتره دي،دوی د زرګونه کسانو له قتل عام سره هم تېروتي نه دي،له لویو بشري سرغړونو، وطن پلورنو، فسادونو او نورو خیانتونو سره بیا هم دوی د سرکښه سیاسي او حاکم حضور حقداردي.
له دوی څخه پرتېروتنې داعتراف،له صحنې څخه د څنګ ته کیدو ، بښنې غوښتلو او نورو برحقه توقعاتو کیدل د خوب او خیال ترڅنګ د ښامار خولې ته په لعل پسې لاس ننویستل دي.