د یکشنبې په ورځ د شېخ زاید پوهنتون د لیلیه محصلینو لپاره د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته د څه کم یو مېلیون امریکایي ډالرو په لګښت د یوې څلورپوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې ساختماني چارې به یې په دوولسو میاشتو کې سرته ورسیږي.
هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي وو، په کې خوست والي ،د شېخ زاید پوهنتون مشرتابه او استادانو،د ولایتي شورا غړو،د بېلابېلو دولتي ادارو مسوولینو ، مدني فعالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
د شېخ زاید پوهنتون رییس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د دغه ودانۍ جوړول مهمه اړتیا وبلله .ده وویل اوس مهال (۳۵۰۰) محصلین د پوهنتون په لیلیه کې ژوند کوي چې د ودانیو د کمبود له امله د ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. د ده په وینا جوړېدونکي ودانۍ (۹۲) خونې لري چې د (۶۵۰) تنو محصلینو د ځايېدو ظرفیت به ولري.((کلېپ))
خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د خپلو خبرو پرمهال د خوست د ولسونو او ولایتي ادارې په استازیتوب د دوست هېواد متحده عربي امارتو مننه وکړه چې د شېخ زاید پوهنتون سره د علمي او فزیکي انکشاف په برخه کې مهمې مرستې کوي.د ده په وینا دا ډول مرستې به د شېخ زاید پوهنتون شته اړتیاوې تر ډېره بریده پوره او محصلین به وکولای شي چې خپلې زده کړې په ښه چاپېریال کې ترسره کړي.
ښاغلي حبیبي زیاته کړه ولایتي اداره ژمنه ده چې د شېخ زاید پوهنتون د لا انکشاف او ښه پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، خو د پوهنتون له استادانو یې وغوښتل چې له شته امکاناتو ګټه واخلي او د محصلینو په روزنه او پالنه کې د زړه له کومې زیار وباسي ترڅو زموږ ځوان نسل په پوره ملي او اسلامي روحیه سمبال او خپل هېواد ته خدمت وکړي.
همداشان نوموړي وویل د استادانو لپاره اړینه ده چې د زیاتو او نویو معلوماتو د لاسته راوړلو پخاطر علمي او څېړنیز سمینارونه جوړ شي ترڅو په تدریسي بهیر کې ورڅخه لازمه ګټه واخلي.
خوست والي د پوهنتون د لیلیې لپاره د څلورپوړیزې ودانۍ جوړېدل د پوهنتون د فزیکي انکشاف د پرمختګ او د محصلینو د شته ستونزو د هواري لپاره موثر ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د دې ودانۍ ترڅنګ به په راتلونکي کې د پوهنتون د هغو پروژو کارونه هم پيل شي چې متحده عربي اماراتو یې د مرستې ژمنه کړي ده .((کلېپ))
د ولایتي شورا وکیل قمرعلي لکڼوال هم د متحده عربي اماراتو له دولت څخه مننه وکړه چې د شېخ زاید پوهنتون سره د لومړي سر نه بیا تر اوسه پورې خپلې مرستې جاري ساتي.ده وویل د شېخ زاید پوهنتون مرستې به دخوست خلک هېڅ وخت هېرې نه کړي بلکې پدې کومک سره به د دواړو هېوادونو د دولتونو او ولسونو ترمنځ شته اړیکې نورې هم پياوړي شي.
د پروګرام په وروستۍ برخه کې د خوست والي،د پوهنتون د رهبرۍ او نورو مشرانو او چارواکو په لاسونو د څلورپوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې د بنسټ ډبرې په کېښودو سره رسماً پیل شوې.
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
۱۷-۲-۱۳۹۶