د کابل ولایت د هغو شپږو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه چې څه موده مخکې یې د کورنۍ غړي په ځانمرګي برید کې له لاسه ورکړي وه.
د کابل ولایت مرستیال والي ښاغلي محبوب الله محبي نن یکشنبه د غوایې (ثور) په اولسمه نېټه د خپل کار په دفتر کې د ولایتې شورا غړي، د مستوفیت او امنیه قوماندانۍ د استازو په حضور کې ، د هر شهید وارث ته سل زره او د هر ټپي وارث ته پینځوس زره افغانۍ ورکړې.
مرستیال والي یادو غمجنو کورنیو ته یو ځل بیا د تسلیت مراتب وړاندې کړل، وې ویل د کابل ولایتې اداره هڅه کوي چې د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو سره د خپل وس په اندازه په وخت مرستې وکړي، ده وویل د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به هیڅکله د شهیدانو او ټپیانو کورنۍ هیري نه کړي، محبي وویل موږ پوهیږو چې په دغه مرستو د کورنیو ستونزي نه حل کیږي، بلکي دغه مرستې یوازي شهیدانو ته د درناوي او د هغوی د کورنیو د لاسنیوي په موخه ترسره کیږي هیله ده چې په ډېره څه به یې ومنۍ.
د مرستې ترلاسه کوونکو د کابل ولایتې اداري څخه مننه وکړه چې تل یې د شهیدانو،ټپیانو او بي وزلو کورنیو سره مرستې او لاسنیوی کړي دی او هغوی يې په یاد دي دغه راز وې ویل د هېواد د ښیرازۍ ، ابادۍ ،پرمختګ او خپلو هېواد والو ته د سوکاله ژوند برابرولو لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو دي.
درنښت
نبي الله پیرخېل
د کابل ولایت مقام ویاند