عبدالغفور پیروز

 ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په کندهار ښار کې د هېواد په نامتو عالم او لیکوال مولوي عبدالغفور پيروز شوی ترهګریز  برید په سختو ټکو وغانده، چې له امله یې نوموړی شهید شو.

مولوي عبدالغفور پیروز د دیني عالم، مترجم او لیکوال په توګه د دیني لارښوونو او الهي ارشاداتو په رڼا کې خلک سوله ییز ژوند، وحدت او اخوت ته رابلل.

جمهور رئیس غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، تروریستي ډلې او ګروپونه د اسلامي لارښوونو او ارشاداتو په ناسم تعبیر سره د خپلو جنایتونو د پټولو په خاطر دیني علما او هغه  منورین په نښه کوي چې د دوی جنایتونه رسوا کوي او دغه کوچني اقلیت ته د دې اجازه نه ورکوي چې د اسلام مقدس دین لارښوونې د خپلو ناوړه اعمالو د تعبیر او تفیسر لپاره وکاروي.

جمهور رئیس د شهید مولوي عبدالغفور پېروز کورنۍ، دیني او فرهنګي حلقاتو او د کندهار ولسونو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب څرګندوي او مرحوم ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *