تاند- ارګ ماڼۍ اعلان وکړ چې د سیاسي چارو مبصر نجیب الله ازاد د ولسمشر مرستیال ویاند وټاکل شو.

نجیب الله ازاد، چې د ولسمشرۍ د عامه اړیکو او ستراتیژیکو ارتباطاتو لوی مشاوریت یې د مرستیال ویندويۍ وړاندیز کړی و، ولسمشر غني تایید کړ.

 ښاغلی ازاد په افغانستان کې د ناټو د سیاسي او فکلتوري سلاکار په توګه او همدارنګه له نورو ملي او بین المللي ادارو سره کار کړی دی. نوموړی په پښتو، دري، انګلیسي او اردو ژبو تسلط لري.

دغه راز په تاند او نړیوالو رسنیو کې د نوموړي سلګونه سیاسي، څېړنیزې، فرهنګي، مذهبي او ادبي مقالې خپرې شوي دي.  ښاغلي ازاد په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د سارک د همکارۍ ټولنې د غړو هېوادونو د غوره لیکوال جایزه هم ترلاسه کړې ده.

د ښاغلي چخانسوري له تبدیلېدو وروسته لا هم ولسمشر ویاند نه لري خو د ویاند اصلي دنده شاه حسین مرتضوي پر مخ بیايي.

مرتضوي په داسي حال کې سرپرست ویاند دی چې د هیواد په ملي او رسمي ژبه پښتو نه پوهېږي.

دا په داسي حال کې ده چې اوس د هر ویاند لپاره د پښتو او دري ترڅنګ په انګلیسي ژبه پوهېدل هم لازمي برېښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *