تاند- پاکستان وايي چې له افغانستان سره یې په ګډه د تېرې جمعې له خونړۍ نښتې وروسته پر دیورند کرښه د لانجمنو سیمو د سروې کولو کار پیل کړی دی.
د جمعې د ورځې په نښته کې، چې د سهار په درې نیمو بجو پیل شوې وه، ۲ افغان سرحدي پولیس او یوه مېرمن شهیدان او ۱۴ ملکیان ټپیان شول.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې په جګړه کې ۹ پاکستاني سرحدي ملېشه وژل شوي او ۴۵ نور ژوبل شوي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس ته یوه پاکستاني چارواکي نن /دوشنبه/ وویل، دواړو خواوو موافقه کړې چې د جنجال د پای ته رسولو لپاره د کلیو جولوجیکي سروې وکړي.
د پاکستان د بلوچستان د ایالتي حکومت یوه چارواکي کاشیف نبي وویل، پلاوي، چې د پوځ افسران هم پکې شامل دي، نن /دوشنبه/ د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرتو کلیو ته ورسېدل او کار یې پیل کړ.
ده وویل چې اوس په سیمه کې وضعیت ارام دی خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ لار لا هم بنده ده.
تراوسه د افغانستان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. خو دا خبره یې کړې چې د لمقمان او نظر کلي د افغان ځواکونو له لوري ساتل کېږي.
تاند والو اسلام علیکم! اما بعد! ګومان کوم چی ستاسو څخه ترمینولوژی ورکه شویده! جیولوجیکی سروی او سرحدی لانجی څّه سره اړه لری؟ دلته د سر شمیرنی اودیموګرافی سروی مسله یواړخ او دپولی ، برید یا سرحد تعینول بله مسُله ده.جیولوجیکی سروی خود کانونو ،خاوری ځمکی لاندی جوړښتونو سره کار لری.د کشالو مسلکی اړخ ته توجه وکړۍ صرف خبر مه خپروۍ هغه هم د هوټل دشاګردانواو کلینرانو په سویه لکه د بلوچستان د کویټي د مازدیګر ورځپاڼي.چی دسهارنیو باوری ورځپاڼوخبرونه به یی ټکی په ټکی رانقل کړل یوازی عنوان به یی په بدله بڼه ډیر غوړ او غټ لیکلۍ وو.
جولوجیکی نه
جیودیزیکی سروی
د سهار دری نیمی بجی نه
د ماپښین درنیمی بجی
دا جیولوژجکی سروی د کانونو موندنی لپاره کیږی نو دلته یی هدف څه دی او یا د به کوم بل ډول سروی وی
اماج صاحب
اسوشیتید پریس او ګڼو نورو اژانسونو جیولوجیکي سروې ښودلې.
QUETTA, Pakistan (AP) — Pakistan and Afghanistan started a joint survey agreed on following last week’s deadly clashes along the two countries’ disputed boundary in Pakistan’s southwest, officials said Monday.
The two sides agreed to conduct a (((geological))) survey of the border villages to “remove discrepancies.”
دا هم د فرانس پریس اژانس:
A senior Pakistani security source in Islamabad who requested anonymity said: “Officials from the (((((geological survey))))) departments of the two countries will conduct a survey, and they will also make use of Google Maps.” A second official in Quetta confirmed the sides had agreed to a survey.
نړیوال سرحدونه او سرحدی سیمې هم د جیودیزی او کارتو ګرافی متخصصینو له خوا سروې کيږي تر څو معلومه کړی کومه سیمه د مخکنیو موافقو، تاریخي شواهدو ، ژبنی ، مذهبی ، قومي اړیکو او یا جغرافیایی جوړښت په اساس په کوم هېواد پورې اړه لري.
خو داسې هیتونه هغه وخت سیمې ته لیږل کيږي چې د هېوادونو ترمنځ سوله تامین، ښې اړيکې موجودې وی، دواړه لوري د ديپلوماتیکو لارو تر اوږده جروبحث او تفاهم نه وروسته یوې موافقې ته ورسیږي.
که فرضا دواړه لوري د موجوده تاوتریخوالی او عدم موافقت له امله ونه توانېدل داسې ستونزې حل کړي بیا دریم هيواد ته د منځکړیتوب لپاره مراجعه کیږی .
خو له پاکستان سره د پورته ذکر شویو مواردو هیڅ کوم شرط ندي پوره شوی.