تاند- راپورونه وايي، د پروان ولایت په یوه مدرسه کې بمي چاودنې د مدرسې مهتمم او دیني عالم وژلی او لږترلږه ۶ دیني زده کوونکي یې ژوبل کړي دي.
د پروان د والي مرستیال شاه ولي شاهد رسنیو ته وویل، د پروان د دیني عالمانو شورا ريیس او د چاریکار د مرکزي دارالعلوم امر مولوي عبدالرحیم حنفي نن /سې شنبه/ سهار په دې برید کې شهید شوی دی.
شاهد همداراز وویل چې د دې بمي برید، چې د پروان ولایت د مرکز چاریکار ښار په یوه مدرسه کې وشو، اصلي هدف مولوي حنفي و.
دا پر دیني عالمانو په دوو ورځو کې دوهمه حمله ده. تر دې وړاندې تروریستانو په کندهار کې دیني عالم او لیکوال مولوي عبدالغفور پیروز شهید کړ.
د پروان د والي مرستیال پر مولوي حنفي حمله تروریستي برید وباله.
ده وویل چې دا برید د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري شوی ځکه چې پر مدرسو او جوماتونو دا ډول بریدونه یوازې هغوی کوي.
د شاهد په وینا بم د مدرسې په یوه ټولګي کې اېښودل شوی و.