تاند- د سعودي عربستان په کلتوري نندارتون کې د افغانستان مېز یا غرفې د ۵۰ هیوادونو په منځ کې لومړی مقام وګاټه.
په مدینه منوره کې د افغان محصلانو مطبوعاتي استازي انورالحق ساپي تاند ته وویل، په دې نندارتون کې، چې د مدینې منورې په اسلامي پوهنتون کې جوړ شوی و د افغانانو مېز لومړی مقام وګوټ او د کال غوره جایزه یې هم ترلاسه کړه.
ساپي وویل چې افغان مېز ته یو کیا (KIA) موټر د جایزې په توګه ورکړای شو.
ده د مېز په ترتیبولو کې، چې د افغانستان په راز راز کلتوري او دودیزو وسایلو سینګار شوی و، د افغان محصلانو ونډه وستایله.