«ماردن» په خپل کتاب کې وايي: د بریا لپاره د دوو ځانګړنو شتون اړین او ضروري دی؛ لومړنی بریا ته رسېدل او دوهم د بریا ساتل.
هغه په بل ځای کې لیکلي:« نه! هغه انسان، چې له خپلې وړتیا او قدرت څخه خبر دی هېڅکله ماته نه خوري، هغه انسان، چې ښه پرېکړه کوي او ټينګ هود لري، هېڅ کله ماته نه خوري، هغه انسان، چې پر ځمکه له لوېدو څخه هر ځل بېرته په خپلو پښو راولاړېږي، نو هېڅکله به د ماتې خوند ونه څکي، او هر هغه څوک که د یوه توپ په څېر پر ځمکه له لګېدو څخه بېرته هوا ته پورته کېږي او هغه وخت، چې ټول تسلیم شوي، نو بیا هم دی هماغسې مظبوط وي او هغه وخت، چې ټول په شا ځي، نو دی مخ په وړاندې روان وي، چې هېڅکله د ماتې په وړاندې د درناوي سر نه ټيټوي».
کنفسیون حکیم څلور زره کاله مخکې ویلي: لويي په دې کې نه ده، چې هېڅکله پر ځمکه ونه لوېږو، بلکې لويي په دې کې ده، چې که هر ځل پر ځمکه ولوېږو، خو بیا بېرته راولاړ شو.
«جیمزکوربت» د نړۍ یو پياوړو دروند وزنه سوک وهونکي قهرمان ویلي: تاسې یوازې په یوه جنګېدونګي پړاو یا روند کولای شی قهرمان شی. کله، چې اوضاع ښه نه وه، نو یو پړا بل هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړئ.
«البرت هوبارد» وايي: « ماتې هغه وخت تاسو ته راځي، چې له هڅې لاس وباسئ، د هرې ماتې رېښه ستاسو په باطن کې یا د وجود د ننه مو ده.»
ټول دغه لوی وګړي د پایښت او ټینګ پاتې کېدو پر ارزښت خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ښه پوه شوي دي. د ټولو بریالیو نارینه او ښځینه و یوه ځانګړه دا ده، چې دوی په سختو حالاتو او شرایطو کې ټینګ او په یو حال پاتې شوي دي. یوازينۍ لار او کیفیت، چې ستاسو سوداګريزې، مالي او د ژوند بریاوې تضمینوي هغه؛ د اوسپنې په څېر ټینګ هود او په یو حال پاتې کېدل د خپلو هلو ځلو په دوام او موخو ته د رسېدو په لار کې دي.