تاند- طالبان وايي چې د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه وايي.
ګلبدین حکمتیار تېره اوونۍ په ارګ کې پر طالبانو ږغ وکړ چې له جګړې لاس واخلي ځکه چې د دوی په جګړه کې یوازې افغانان وژل کېږي.
حکمتیار همداراز طالبانو ته وویل «ما خپل استازی وټاکئ چې ستاسو د ټولو حقونو او ارمانونو دفاع وکړم.»
د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه وویل «طالبانو حاضردمه د حکمتیار د څرګندونو په وړاندې څه نه دي ویلي او هغو ته یې ځواب اوس پټه خوله دی.»
مجاهد همداراز ویلي چې طالبانو د حکمتیار د څرګندونو په وړاندې په خپلو او نورو رسنیو کې له دې سره سره څه نه دي ویلي چې نوموړي پر طالبانو یو لړ اعتراضونه هم وکړل.»
خو د طالبانو ویندوی د کرزي پر څرګندونو عکس العمل وښود، ویې ویل چې د کرزي له لوري طالبانو ته ورور ویل یا نه ویل د طالبانو لپاره هیڅ ارزښت نه لري ځکه چې کرزی د امریکایانو له لوري واک ته ورسېد.
مجاهد دغه راز کرزی ملي خاین وباله او ویې ویل چې نوموړی یو مامور دی چې هیڅ واک او اغېز نه لري.
دا په داسي حال کې ده چې کرزی پر له پسې د امریکايي ځواکونو د حضور مخالفت کوي او له امریکا سره یې د امنیتي تړون ل لاسلیکه ډډه وکړه.
تېره اوونۍ د حکمتیار د هرکلي په مناسبت د ارګ په غونډه کې کرزي وروسته له دې چې حکمتیار ورته وویل چې طالبانو ته د ورور نه ویلو پرېکړه بېرته واخلي، وویل«نور به طالبان وطنداران بولم.»
پر شاهین قول اردو د طالبانو له خونړۍ حملې وروسته کرزي اعلان وکړ چې نور طالبان خپل وروڼه نه بولي.
که کرزی خپلواک نه دي، نو طالبان له کومه خپلواکه دي. که کرزی د امریکا مزدور دي نو طالبان خو پاکستان او د روسیې دواړو مزدوران دي.
جګړه د انسانانو ژوند اخلي ، د مالی ، اقتصادی ، نظامی او اجتماعی تاوان سبب کيږي. د هېواد کمزوری کېدل مغرضو ګاونډیانو اونورو دښمنانو ته د مداخلې او تجاوز زمينه برابروي. جګړه د احساساتو د پارېدو له امله شروع کيږي ، خو بېرته ختمول یی په تعقل سره پای ته رسيږی، بنا د جګړو د ختمولو لپاره له احساساتو باید کار وانه خيستل شی، دسولې لپاره باید دواړه خواوې خپل هوښیار ، د افغانستان ملي ګټو ته ژمن کسان وټاکي، باید یو بل ته متقابل احترام قایل شي او یو دبل غوښتنې ، وړاندېزونه او نظریات واوري.
د مذاکراتو اصلی هدف باید سوله ، د هېواد ملي ګټې ، د دواړو لوریود طرفدارانواو جنګیالیو د ژوند او بقا تضمین او بالاخره داسې شرایط برابر شي چې د یو بل د نفي پرځای یو د بل منلو ، عفوې او بښني عیني پروسه شروع شي.