د ډیورنډ د دواړو غاړو د قبایلو مشران

تاند – د ډیورنډ پر کرښه د پرتو قبایلو مشرانو نن په جلال اباد ښار کې په یوه غونډه کې له پاکستان نه غوښتنه وکړه چې له قبایلي سیمو نه دې خپل پوځیان وباسي.

امریکاغږ د یادې غونډې په جریان په خپل راپور کې لیکي، چې د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو یو شمیر قبایلي مشرانو د سې شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د «سولې او ورورولۍ قبایلې جرګه» تر نامه په یوه لویه غونډه کې د پاکستان په حکومت غږ وکړ چې ‘قبایل ترهګر نه دي’ او په کرښه د ‘ کټارو’ لګول ورته د زغملو وړ نه دي.

د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې د قبایلو د ۷ ایجنسیو مشر زرجان شینواری په غونډه کې وویل «مونږ په خپله خوښه دلته راغلي یو، ځکه هلته خپل غږ نه شو پورته کولی. زما دوه وروڼه هلته دي او درې وروڼه مې د کرښې دې غاړې ته دي، نو مونږ په پوله کې نه تعمیرات غواړو او نه کټارې غواړو، پاکستان دې هم واوري او نړیوال دې هم واوري چې مونږ د دواړو غاړو د قومونو بېلوول نه غواړو.»

د قبایلي ایجنسیو دغه مشر دا هم وویل چې پاکستان غواړي د ډیورنډ پر کرښه د داعش لپاره لوی مرکز جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، «زمونږ په سیمه کې جوړ کورونه پاکستان وارنوي او دلته غواړي چې د سرحدي قبایلو او ازادو قبایلو په دې سیمه کې د داعش لپاره یو لوی ګارنیزیون جوړ کړي، دا ډېر اوږد جنګ دی مونږ نور جنګ نه غواړو.»

د کرښې د هغې غاړې قبایلي مشرانو په ښکاره د پاکستان حکومت د دواړو غاړو قبایلو پر ځپنه او وژنه تورن کړ او دا یې هم وویل چې هغه غاړه حکومت او څارګره اداره د دوی نسل د جهالت کندې ته مخ کوي.

د وزیرستان د قبایلو مشر ډاکټر حیات مسود وویل، «مونږ هلته یو محکوم ولس یو، هلته مونږ غږ پورته کولو ته څوک نه پرېږدې، مونږ دلته راغلو او له نړیوالو غواړو چې مونږ ته خپل حقونه راکړي.»

دوی وايي په تېرو څو لسیزو کې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې مېشت تر اته نیم زره قبایلي مشران او د سر سړي وژل شوي دي. دوی ډېره ذمه واري د هغې غاړې پر واکمنو اچوي.

د ډیورنډ کرښې په افغان غاړه کې مېشتو قومي مشرانو هم د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د قبایلو له وژنې او محکومیت نه دې لاس واخلي.

د ننګرهار د مومندو یو قومي مشر جهانزېب مومند وویل «پاکستان زمونږ خواته توغندي راغورځوي او غواړي چې د ډیورنډ کرښې ته نژدې سیمو څخه خلک وباسي وروسته د هغوی پوځیان دې خواته راشي او ساحې ونیسي».

په دغه غونډه کې هغه اوه ماده ایز پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې د کرښې په دواړو غاړو کې د مېشتو قبایلو د ژوند خوندیتوب او یووالي غږ په کې شوی و.

په پرېکړه لیک کې راغلي چې «مونږ ټول قبایل د دنیا خلکو ته اواز ورکوو چې قبایل ترهګر نه دي بلکه د ترهګرۍ ښکار دي. دویم د قبایلي علاقو څخه دې پاکستان پوځیان وباسل شي. درېیم مونږ د ډیورنډ پر فرضي کرښه اغزن تار او کټارې نه مني،لر او بر یو ولس دی او د قبایلي علاقو اوسېدونکي دې پرېښودل شي چې له ویزو پرته تګ راتګ وکړي».

په پرېکړه لیک کې پر افغان حکومت غږ شوی و چې د قبایلي ځوانانو لپاره دې د زده کړو زمینه برابره شي.

په پرېکړه لیک کې غږ شوی و چې د راتلونکي لپاره دې د کرښې د دواړو غاړو قبایلو د ستونزو د حل لپاره یوه لویه جرګه هم راوبلل شي.

One thought on “قبایلي مشر: پاکستان غواړي د ډیورنډ پر کرښه د داعش لپاره لوی مرکز جوړ کړي”
  1. Salamooona
    Afghan hokomat bayad da de mahkoom woolas ghag wawri aw de pokha pa shan chaland aw pre etibar washi de marhom dr najib wakht ke pa loy las ba qabaylo de najib hokomat sara komak kawa hata de panjab moqabil ke ba jangidal waqighi fakistan isi pajabistan dagha woolas masharan wawazhal aw ham ye tre na bada gata wakhesta.
    Afghan hokomat bayad de haghoi zwanano ta pamlarana wakri zaka hamdagha zwanan ba yawa wraz de mashal takar pa shan loy Afghanistan ta mobariza kawe manana de tawajoo na.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *