تاند- وسله والو طالبانو د قلعه ذال ولسوالي له نیولو وروسته کندوز ښار ته ځان نژدې کړی او وروستي راپورونه ښيي چې د ولایت مرکز کندوز ښار له ګواښ سره مخامخ دی.

طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې قلعه ذال ولسوالي، چې د کندوز ښار په شمال لوېدیځ کې د امو سین په غاړه د بلخ د کلدار او د کندوز د چهاردرې ولسوالیو ترمنځ پرته ده، ونیوله.

نن /سې شنبه/ وسله والو طالبانو پر خان اباد ولسوالي، چې د کندوز ښار په ختیځ کې د تخار ولایت په ګاونډ کې ده، یرغل کړی دی.

خان اباد د افغانستان یوه ګڼ نفوسه ولسوالي ده او ویل کېږي چې شاوخوا ۳ لکه نفوس لري.

یوه سیمه ییز قوماندان جاوید کندوزي رسنیو ته وویل، ۶ ورځې وړاندې سیمه ییزو چارواکو د طالبانو د حملې په اړه د اندېښنې له کبله له خلکو وغوښتل چې په خپله د ځان دفاع وکړي.

کندوزی وايي چې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ وسله والو طالبانو پر خان اباد ولسوالي یرغل کړی دی.

ده وویل چې حکومت یو څه مهمات ورکړي خو دوی له خپلو معمولي وسلو کار اخلي.

ویل کېږي چې د جګړې تمرکز په هستوګنو سیمو کې دی او ګومان کېږي چې عام ولس ته به یې زیاتې مرګ ژوبلې او مالي تاوانونه اړدولي وي.

د شمال له لوري هم طالبانو د کندوز ښار لور ته پرمختګ کړی او د الچین پُل یې نیولی دی.

دا پُل تېر کال وسله والو طالبانو ونړاوه او وروسته حکومت بېرته جوړ کړ.

د الچین پُل د کندوز ښار له مرکزه یوازې ۶ کیلو متره لېرې دی.

طالبان د کندوز ښار او خان اباد ولسوالي ترمنځ په ځینو برخو کې کندوز ښار ته یو نیم کیلو متر نژدې شوي دي.

طالبانو کندوز ښار د ۲۰۱۵ م کال په سپټمبر کې د لنډې مودې لپاره بشپړ ونیوه. یوازې یې هوايي ډګر ونه نیولی شو.

په ۲۰۱۶ کال یو وار بیا طالبانو د کندوز د نیولو شوق وکړ، د ښار ډېرې برخې یې ونیولې خو یو وار بیا له ډېرو مرګ ژوبلو وروسته شا ته وتمبول شول.

د طالبانو په دواړو حملو کې عام ولس، طالبانو او امنیتي ځواکونو ته سختې مرګ ژوبلې واوښتې، د خلکو کورونه او دوکانونه ونړېدل، دولتي ادارې ویجاړې شوې، فصلونه ضایع شول، په لسګونو زره کندوزیان بې ځایه شول او ډېری خلک بېوزله او محتاجه شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *