تاند- د امریکا لوی درستیز وايي، تراوسه پورې افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو په اړه پرېکړه نه ده شوې.
جنرال جو ډانفرډ پرون (سې شنبه) وویل، د ملي امنیت مشران تراوسه پورې ولسمشر ټرمپ ته نه دي ورغلي چې افغانستان ته په ۲۰۱۷ کال یا له دې وروسته د ځواکونو د لېږلو په اړه سپارښتنه وکړي.
د متحدو ایالتونو لوی درستیز په یوه مرکه کې وویل«یو مهم بحث چې موږ یې لرو دا دی چې د افغانستان د ماموریت وضعیت څرنګه دی او موږ یې څرنګه بیانولی شو.»
لوی درستیز ډانفرډ تاکید وکړ چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو هر راز زیاتوالي ته به له دې نظره وکتل شي.
ده همداراز وویل، هیله لري چې دفاع وزیرجېمز ماتیس، دی په خپله او نور به ژر په دې اړه ولسمشر ته معلومات وړاندې کړي.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر هم پرون وویل چې ولسمشر ټرمپ تراوسه پورې افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو پرېکړه نه ده کړې.
«تراوسه پرېکړه نه ده شوې نو پرېږدئ مخکې تر مخکې ونه وایو چې د دونالد ټرمپ پالیسي به څه وي.»
ده دا خبره د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ولسمشر ټرمپ به څومره نور ځواکونه افغانستان ته واستوي.
مخکې په یو شمېر راپورونو کې ویل شوي وو چې د امریکا حکومت له ۳ زره تر ۵ زره ځواکونو پر لېږلو غور کوي.
همداراز ویل شوي چې د امریکا پوځي چارواکي له ناټو څخه هم د زرګونو پوځیانو د لېږلو غوښتنه کوي.
له سپایسر څخه پوښتنه وشوه؛ یو وخت امریکا په افغانستان کې یولک پوځیان لرل او ویې نه کړای شول چې تهدیدونه له منځه یوسي، ولې پر یو نیم لکو غور نه کېږي؟
سپایسر په ځواب کې وویل:
« ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت له ټیم څخه غوښتي چې د افغانستان جګړه په څه ډول ګټل کېدای شي او په څه ډول ګواښونه له منځه وړل کېدای شي؟»
تېر کال افغان امنیتي ځواکونو ته په جګړه کې تر نورو کلونو زیاته مرګ ژوبله واوښته.
په افغانستان کې د قاطع ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په افغانستان کې روان جنګي وضعیت ولاړ حالت بللی دی.
ده تېره میاشت کانګریس ته وویل چې د افغانستان حالات هغه لور ته پر مخ نه ځي چې د دغه هویاد ولسمشر محمد اشرف غني یې غواړي.
تېر کال ولسمشر غني څلور کلن پلان اعلان کړ چې د افغانستان د ثبات او سولې په شمول د هیواد ممکنه راتلونکې پکې ترسیم شوې ده.
باور کېږي چې امریکا به افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو په اړه د ناټو تر سرمشریزې وړاندې پرېکړه وکړي.
ټاکل شوې ده چې د ناټو مشران د روانې مې په ۲۵ مه په بروکسل کې غونډه وکړي.