ماشومې د خپل پلار تصویر پر روان موټر ولیده، مور یې منځ ښار کې له لمنې کش کړه او په مرور انداز یې وویل:
ا، ګوره. پلار مې ښار کې ګرځي او کور ته نه راځي.
میرمنې خپله یتیمه لور سینې پورې جوخت کړه، داسې اوښکې یې په سر ور و څڅولې ، لکه شاور لاندې چې ولاړه وي.