تاند- د ناټو سرمنشي نن /چهارشنبه/ وویل، تړون یې ممکن په زرګونو پوځیان افغانستان ته واستوي.
ینس ستولتنبرګ وویل، ناټو افغانستان ته د څو زره نورو ځواکونو د لېږلو پر غوښتنه غور کوي، خو جنګي ځواکونه به ونه لېږي.
ستولتنبرګ په لندن کې وویل، افغانستان ته د ناټو ځواکونو د استولو موضوع په لندن کې د بریتانیا له صدراعظمې تریزا مې سره د ده د خبرو تر ټوبو مهمه موضوع وه.
د ناټو سرمنشي د بریتانیا له صدراعظمې سره له خبرو وروسته وویل«په افغانستان کې د ناټو مهم هدف دا دی چې دا هیواد یو ځل بیا د نړیوالو تروریستانو پر خوندي ځالې بدل نه شي.»
ده دا هم وویل چې د ناټو پوځي چارواکو ورڅخه غوښتي چې په افغانستان کې د ناټو حضور زیات کړي.
ستولتنبرګ وویل«موږ اوس پر دې غوښتنې غور کوو. موږ به په څو اوونیو کې د ځواکونو د شمېر په اړه پرېکړه وکړو.»
د ناټو سرمنشي په عین حال کې وویل چې د دې معنا دا نه ده چې ناټو یو وار بیا په افغانستان کې جنګي ماموریت پیلوي.
«دا به روزنیز ماموریت وي، په عملیاتو کې مشوره ورکول او مرسته کول، ځکه چې زه کلک باور لرم چې تروریزم ته تر ټولو ښه ځواب د تروریزم پر ضد د جګړې او په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره د سیمه ییزو ځواکونو روزل دي.»
ناټو د ۲۰۱۴ تر پایه په افغانستان کې جنګي ځواکونه لرل خو اوس یوازې محدود شمېر روزونکي لري.
د ناټو یو شمېر غړیو په جلا جلا ډول افغانستان ته د ځواکونو لېږلو ته تیاري اعلان کړې ده.
پرون ډنمارک وویل، حاضر دی چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړي.
د بریتانیا د دفاع وزارت ویندوی نن/ چهارشنبه/ وویل «بریتانیا په افغانستان کې پر خپلې ونډې د معمول په شان بیا کتنه کوي څو د افغان ماموریت له غوښتنو سره سم پرېکړه وشي.»