تاند- د امریکا د سنا جرګې د دفاعي خدماتو د کمېټې غړي وايي، دې ته انتظار دي چې ولسمشر دونالد ترمپ او پوځ یې په افغانستان کې د حالاتو د کنټرولولو لپاره څه اقدامات کوي.
دوی په عین حال کې وویل چې سیمې ته د نورو امریکايي ځواکونو د لېږلو تایید ته تیار دي.
د امریکا د جمهوريپال ګوند غړیو پر پخواني ولسمشر بارک اوباما انتقادونه کول چې افغانستان ته یې شا اړولې ده.
د جمهوري غوښتونکو سناتورانو په منځ کې یو هم ټام کاټن دی.
دی وايي، د افغانستان په اړه د پخواني ولسمشر بارک اوباما تګلارې د سیمې وضعیت خراب کړ.
ده له ولسمشر ټرمپ او د ده له سلاکارانو وغوښتل چې په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه وکړي.
سناتور کاټن د سې شنبې په ورځ وویل «دا له یوې مودې راهیسي ښکاره ده چې موږ په افغانستان کې ځواک نه لرو چې هلته زموږ ماموریت بشپړ کړي.»
د امریکا د سنا جرګې د دفاعي خدماتو د کمېټې مشر سناتور جان مکین د مثال په توګه یادونه وکړه، په داسي حال کې چې د امریکا پوځ په افغانستان کې الوتکې نه شي ساتلی، قراردادیانو ته د الوتکو د ساتنې لپاره ۵۰ ملیون ډالره ورکوي.
ده، چې د سې شنبې په ورځ له خبریالانو سره خبرې کولې، دا د اوباما د حکومت ډېره سادګي وبلله.
ټاکل شوې ده چې افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو وروستۍ پرېکړه روانه اوونۍ د ولسمشر ټرمپ له لوري وشي.
د ناټو سرمنشي هم د چهارشنبې په ورځ وویل، په څو اوونیو کې به افغانستان ته د څو زره ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړي.
ینس ستولتنبرګ ټینګار وکړ چې افغانستان ته به جنګي ځواک ونه لېږي بلکې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره به روزونکي ولېږي.
امریکايي چارواکي وايي چې د نویو لېږل کېدونکو قواوو شمېر به د ۳ زر او ۵ زرو ترمنځ وي.
دا پوځیان به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې کار چټک کړي او د تروریستانو پر ضد په جګړه کې به برخه واخلي.
دیموکراتانو بیا ویلي چې د مشخصو هدفونو له ټاکلو پرته به شخړه نوره هم اوږده شي.
د سنا جرګې د دفاعي کمېټې غړي بیل نیلسن وویل، افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو ملاتړ کوي خو د ده په باور امریکا ډېر انتخابونه نه لري.
نیلسن سي این این ته وویل، متبادل اقدام دا دی چې امریکايي پوځیان ووځي، په دې صورت کې خطر شته چې طالبان بیا واک ته وررسېږي.
ده وویل چې غوره بولي چې له سوله ییزې لارې د افغانستان د مسلې د حل لپاره هلې ځلې وشي.
ده همداراز وویل، د افغانستان حالات د امریکا لپاره د سختې ستونزې ښودنه کوي.
Thank you for publishing this.