ژباړه: حمیدالله حمیدي

۱- همدا نن مو خپله لویه ستونزه او منفي فکر په ګوته کړئ؛ پر وړاندې یې څه مسوولیت پر غاړه لرئ او څنګه کولی شئ له منځه یې یوسئ؟

۲- ځان د هغه شرکت یا موسسې مشر فرض کړئ چې کار په کې کوی. که په رښتیا سره هم سل په سلو کې دغه بنسټ پر تاسو پورې اړوند وای، د اوس په پرتله به مو څه ډول کار کولی.

۳- همدا نن له ځان سره پرېکړه وکړئ چې له دې وروسته به هېڅوک د هېڅ شي په اړه نه ګرموئ. څه چې پر تاسو پورې اړه لري د ټولو مسوولیت پر خپله غاړه واخلئ. کوم کارونه باید په دې برخه کې ترسره کړئ؟

۴- بهانې یوې خوا ته پرېږدئ، یوازې د ګټور کار په اړه فکر وکړئ. فکر وکړئ له دې وروسته مو بهانې د هېڅ شي لپاره او په هېڅ وخت کې کار نه ورکوي. پر بدیل یې فکر وکړئ.

۵-  فکر وکړئ د یوه خلاق ژوند اصلي پلي کوونکي تاسو یاست. د بدلون لپاره یې کوم کارونه ترسره کولی شئ؟

۶- له ځان سره پرېکړه وکړئ چې سر له ننه ټول هغه کسان وبښئ چې ستاسو له لاسه ځورېدلي دي. پرېږدئ چې د هر څه لپاره وخت ځواب و وایي. د دې لپاره چې د تېر په اړه بېځایه فکرونه ونه کړئ ځان په یوه څه مصروف کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *