ځينې وخت انسان په يوه خبره ډير خوشاليږي، خو کله په وړه خبره خواشينی شي. خو هغه کومې خبرې دي چې د انسانانو د خواشينتا لامل کيږي؟

1- د نا سم ملګري ټاکل:

يعني کله چې چا سره ملګرتيا وکړې خو وروسته پوه شې چې د هغه عادتونه له تا نه بېل دي او تا سره ملګرتيا نشي کولی نو د دغه ډول ملګري په شتون کې نشې خوشاليدی، بايد چې دغه خواشيني له ځانه لرې کړې.

2- غم او درد :

د کور دننه که دباندې هر ډول غم چې وي انسان خواشينی کوي نو د دې درد د علاج له پاره بايد مقاومت وکړو د هرې ستونزې د حل له پاره لکه غر ودريږو چې خوشحاله شو.

3- خپلې موخې ته رسيدل :

کله چې موږ په ژوند کې موخه ولرو او ډيره هڅه وکړو چې هغې ته ورسيږو خو پايله ونلري نو خواشيني کيږو د دې خفګان د لرې کولو له پاره بايد سمې لارې وټاکو.

4- يوازيتوب :

زموږ د خواشينتيا بل لامل يوازيتوب دی. ځکه په داسې حال کې د انسان په ذهن کې ډول ډول فکرونه ګرځي او چورت پرې وهي، خو که څوک راسره وي نو د دې فکرونو وخت نه پيدا کيږي .

5- خپل ځان :

خپل ځان نه مې موخه دا ده چې ډيری کسان له دليل پرته خپل ځان خفه کوي، نه، نو هيڅکله بايد داسې ونکړو ځکه چې يواځې موږ ته زيان رسيږي .

6- کورنۍ :

د خفګان يو لوی او اړين لامل کورنۍ هم کيداي شي؛ دا په دې معنا که زموږ کورنۍ ښه وي نو خوشاله به وو او که کورنۍ مو ښه نه وي موږ سره سم چلند ونکړي، اړتياوو ته مو پام ونه کړي نو تل به خفه يو .

7- مينه :

يعني له چا سره مينه ولري مګر ورته ونه رسيږي نو انسان ډير پرې خواشينی کيږي خو د حل لاره يواځي يې هغه کس هيرول دي.

8- تير شوي حالات :

که موږ په تيرو شويو حالاتو باندې فکر وکړو او ځان خواشينی کړو نو دا کار هيڅ ګټه نلري؛ تير شوي کارونه بايد هيڅ ياد نکړو ترڅو خواشيني نشو راتلونکې ته فکر وکړوی شو.

9- دروغ ويل :

که يو څوک درته دروغ ووايې ډير زور غواري او د چا د خفګان لامل کيږي نو هيڅکله دروغ مه واياست .

10- هغه څه ته فکر کول چې هېڅ شونی نه وي خو ته وايې چې دا کار بايد وشي نو بايد هغه کار ته چې شونی نه وي زړه و نه تړو چې د خواشينۍ لامل مو نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *