تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې په سپین بولدک کې د لقمان او نظر کلیو په اړه د افغان او پاکستاني ټیمونو سروې بشپړه شوه او د هغې په اړه راپورونه یې د چهارشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو مرکزي حکومتونو ته ولېږل.

د پاکستان د سرحدي ځواکونو یوه چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي«موږ د افغانستان د سروې له ټیم سره یوځای د دواړو کلیو، لقمان او جهانګیر (نظر) حغرافیايي سروې بشپړه کړه. اوس به د راپورونو په څېړلو پسې وروستۍ پرېکړه اسلام اباد او کابل وکړي.»

پاکستاني رسنۍ وايي، د چمن – سپین بولدک لاره به د لقمان او نظر کلیو د مسلې تر حل کېدو وروسته پرانیستل شي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، پاکستان د دې لپاره چې د لارې بندېدو ته پلمه جوړه کړي د لقمان او نظر کلیو ادعا مطرح کړه.

پاکستان تر دې مخکې هم نه یوازې د چمن سپین – بولدک بلکې د تورخم لاره هم د یوې میاشتې په مخه بنده کړې وه څو پر افغانستان اقتصادي فشار زیات کړي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دوی د سروې ټیم د لقمان او نظر د کلیو د مالکیت د معلومولو لپاره له ګوګل نقشو کار واخیست او د ګوګل په نقشه کې نه یوازې دا دوه کلي بلکې ډېره نوره سیمه، چې اوس د افغانستان په کنټرول کې ده، د پاکستان خاوره ښودل شوې ده.

د ګوګل نقشې په جوړولو کې پاکستانیانو ډېره ونډه اخیستې ده. پاکستان په انګلیسي ژبه او د کمپیوټر په برخه کې د متخصصو کسانو د لرلو له کبله د ګوګل په شان په نړیوالو کمپینو کې زیات کسان لري.

که د افغانستان حکومت د ګوګل نقشه د معیار په توګه ومني باید د پکتیکا، کونړ، ننګرهار او نیمروز یو شمېر نورې سیمې هم پاکستان ته وسپاري.

د مثال په ډول د ګوګل په نقشه کې انګور اډه د پاکستان خاوره ګڼل شوې حال دا چې پاکستانیان او د دې سیمې اوسېدونکي تاییدوی چې دا سیمې د ډیورنډ د کرښې د افغانستان په خوا پورې تړلې دي.

3 thoughts on “د دوو لانجمنو کلیو په اړه د افغان او پاکستاني پلاوو راپور کابل او اسلام اباد ته وسپارل شو”
  1. د ګوګل نقشې به اوس جوړې شوی وی او د یوڅو کسانو نظر به وي، خو د افغانستان تاریخ ، د سيمې اوسېدونکي ، زمونږ هديرې ، زمونږ سیندونه ، غرونه ، دښتې ، شهادت ورکوي چې داسيمې د افغانستان خاوره ده. ګوګل والو هېڅکله دې سيمې ته سفر ندی کړی او له خلکو نه یی ندې پوښتلی چې دا کلی د چا تر حاکمیت لاندې ده؟
    کله چې د ډیورند فرضي کرښه کښل کېده ، هلته دومره پرمختللي وسایل نه و چې اوس یی ګوګل ادعا کوي. لا تر اوسه ډیورند لعنتي کرښه مونږ نده پېژندلې دوی بیا خپلې نظامي پوستې پکې جوړوي.
    ترهغه وخته چې د دواړو خواوو قناعت نه وي حاصل شوی ، باید پنجابیان دلته له هرډول کړکیچ نه ډډه وکړي. که د زور او اتم موضوع وی نو اسراییل او نورو پرمختللی هيوادونه به خپل ضعیف ګاونډیان له خپلې خاورې سره ضمیمه کوي.
    د افغانستان دولت باید خپله دیپلوماسي فعاله کړي ، له پاکستان سره مخامخ داسې مسایل مطرح کړي چې د سیمې له بحراني کېدونه ځان لرې وساتي،
    په ضمن کې د سیمې له نورو مطرح او دوستو هېوادونو نه وغوښتل شي چې د پنجابیانو داسې ورانکارو او تجاوزکارانه اعمالونه ژر تر ژره ډډه وکړي.

  2. افغانستان بايد هيڅ کله د ګوګل پر اساس د سرحدونو فيصلې ونکړي. ګوګل صرف يوه کمپنې ده او يوه کمپنې نه شي کولاى ددوو ملکونو سرحدات و ټاکي. او بله دا چې ګومان نه کوم چې د ګوګل د نقشې په جوړولو کې به د افغانستان حکومت رسمي استازو ونډه درلوده. سرحدات بايد د محل د خلکو د معلوماتو او دا چې دا سيمې د نن نه څلويښت کاله مخکى چا پرې حکومت کاوه پر اساس تعين شي. هيله ده چې دافغانستان استازي دې باريکۍ ته متوجه شي.

  3. د ‌‌‌‌‌‌ډيرند په وخت کې ګوګل چا پيژاندو ??
    چې زموږ نا خبره دوسری حکومت په ګوګل خبرې کوي .
    دا اوس انګریزانو جوړ کړی دی .
    حکومت باید له تاریخ پوهانو سره مشوره وکړئ ، ځکه هغوی هم لیکلې او لوستی دي ، همدارنګه ټول اسناد په لیک کې څرګند او په ارشیپو کې پراته دی .
    هلته پاکستان وجود هم نه درلود هغه د انګریزی هند یوه برخه وه . 125 کاله د مخه دا فرضی کرښه له انګریزانو سره د 100 کالو لپاره موافقه بی له امضا شوی ده .
    هلته خلګ میښت دي او په څنګ کې یی ولسوالې . له هغوی باید پښتنه وشئ ، نه دا چې ملت خبر نه ، یو عادی پلاوۍ فیصلې کوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *