نن ورځ د ولایت مقام د غونډه په تالار کې تر ۶ کلن انتظار وروسته د لغمان پوهنتون ۵۳۳ استادانو ته د کور جوړونې په خاطر د لغمان والي عبدالجبار نعیمي او د ولایت مقام د مرستیال الحاج شهزاده مظلومیار په لاسونو یوه یوه نمره ځمکه ورکړل شوه.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د پوهنتون ټولو استادانو او رهبري ته په دې تړاو مبارکي ورکړه نوموړي وویل چې دغه کار یې د استادانو د ژوند د هوساینې، معنوي خدمت،تلاش او زحمت د قدراني،ستاینې او ملاتړ په خاطر وکړ.
لغمان والي وویل داچې استادان شپه او ورځ د ځوان نسل په ښوونه او روزنه کې تیروي خپلې خاورې او ولس ته خدمت کوي نو پر دولت حق لري چې د دوی د ژوند لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
همداشان نوموړي زیاته کړه چې یو کال مخکې یې د دغه پوهنتون له استادانو سره ژمنه وکړه چې دوی ته به د کور جوړولو په خاطر نمرې ورکړي چې دا ژمنه یې نن عملاً پوره کړه.
لغمان والي د پوهنتون له استادانو وغوښتل چې خپلې نمرې ابادې کړي او د دغه پوهنتون د پیاوړتیا،علمي ودې او ترقۍ لپاره بنسټیز کار او خدمت وکړي.
د لغمان پوهنتون رئیس عبدالصبور غفورزي او یو شمیر استادانو د لغمان والي د دې همکارۍ،ملاتړ او تاریخي اقدام څخه د زړه له کومې مننه وکړه، دوی د خپلو خبرو پرمهال وویل چې تر کلونو انتظار وروسته یې د ژوند یوه هیله پوره شوه.
همداشان دوی زیاته کړه چې دغه مرسته او همکاري به هیڅکله هیره نه کړي بلکې شپه او ورځ به د ځوان نسل د ښوونې او روزنې لپاره نور هم خپل هوډ قوي کړي.
دوی لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې د خپل نظام ترچترلاندې به د افغانستان د ابادۍ او ترقۍ لپاره په اسلامي او ملي روحیه سره ځوانان وروزي او په ملي مینه به د ټولو ملي بهیرونو معنوي ملاتړي پاتې شي.
د غونډې په وروستیو کې د پوهنتون استادانو ته د قوانینو مطابق په رسمي توګه د نمرو اسنادونه ورکړل شول.
۲۰ /۲ /۱۳۹۶
دلغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر