ستولتنبرګ او میرکل

تاند- د جرمني صدراعظمه وايي، پوځیان به یې د افغانستان په شمال کې د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي خو فکر نه کوي چې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي.

ټاکل شوط ده چې د روانې مې په ۲۵ مه د ناټو مشران په بروکسل کې د افغان ماموریت په اړه خبرې او پرېکړې وکړي.

مېرمن میرکل نن /پنجشنبه/ وویل، دې ته به انتظار وباسي چې افغانستان ته د ناټو له لوري د نورو ځواکونو د استولو د غوښتنې په اړه د ناټو د جاج پایله څرګنده شي.

خو دې په عین حال کې وویل«فکر نه کوم چې موږ به د هغو هیوادونو د کتار په سر کې یوو چې باید هلته د خپلو پوځیانو شمېر ډېر کړو. مهمه دا ده چې په شمال کې ثبات تضمین شي.»

مېرمن میرکل دا خبرې د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره له کتنې وروسته وکړې.

د ناټو سرمنشي ویلي چې په افغانستان کې د ناټو د حضور په باب پرېکړه به په څو اوونیو کې وشي.

پرون /چهارشنبه ستولتنبرګ وویل چې ناټو به افغانستان ته نورذ پوځیان واستوي.

ینس ستولتنبرګ وویل، ناټو افغانستان ته د  څو زره نورو ځواکونو د لېږلو پر غوښتنه غور کوي، خو جنګي ځواکونه به ونه لېږي.

ستولتنبرګ په لندن کې وویل، افغانستان ته د ناټو ځواکونو د استولو موضوع په لندن کې د بریتانیا له صدراعظمې تریزا مې سره د ده د خبرو تر ټوبو مهمه موضوع وه.

 ینس ستولتنبرګ وویل، ناټو افغانستان ته د  څو زره نورو ځواکونو د لېږلو پر غوښتنه غور کوي، خو جنګي ځواکونه به ونه لېږي.

ستولتنبرګ په لندن کې وویل، افغانستان ته د ناټو ځواکونو د استولو موضوع په لندن کې د بریتانیا له صدراعظمې تریزا مې سره د ده د خبرو تر ټوبو مهمه موضوع وه.

د بریتانیا د دفاع وزارت یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ /مې ۱۰/ وویل چې له اړتیا سره سم به‌ یې هېواد د افغانستان په ماموریت کې ونډه واخلي.

ډنمارک هم ویلي، د اړتیا په صورت کې یې هیواد چمتو دی چې افغانستان ته نور سرتېرې ولېږي.

امریکايي چارواکو ویلي چې ممکن ولسمشر ټرمپ افغانستان ته له ۳ زره تر ۵ زره پوځیان ولېږي او د ناټو له غړیو هم وغواړي چې همدومره ځواکونه افغانستان ته واستوي څو په دغه هیواد کې جګړه له ولاړ حالته راووځي.

ځواب دلته پرېږدئ