تاند- د اروپايي اتحادیې د احصایې اداره وايي، تېر کال د دې اتحادیې غړیو هیوادونو ته تر ۶۳ زره زیات بې سرپرسته ماشومان ورغلي چې تر نیمايي زیات یې افغانان او سوریه وال دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس او ستندرد ورځپاڼې د راپور له مخې، د اروپايي اتحادیې د احصاییې ادارې وویل، په ۲۰۱۶ م کال د اروپايي اتحادیې په ۲۸ هیوادونو او دغه راز په سویس، ناروې، آیسلنډ او لیختینستاین کې ۶۳ زره ماشومانو د پناه غوښتنلیکونه سپارلي دي.
د دې ادارې په وینا که څه هم دا د ورتېر (۲۰۱۵) کال په پرتله درې برابره لږ دي، خو د نورو کلونو تر متوسط ۵ برابره زیات دي.
په راپور کې ویل شوي چې د دغو ماشومانو په درو کې څه باندې ۲ برخې هلکان دي او عمرونه یې د ۱۶ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي. د دوی په منخ کې ۶۳۰۰ تنه تر ۱۴ کلونو کشران ښودل شوي دي.
په سلو کې ۶۰ ماشومانو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده.
(د ماشومانو د روزنې لپاره د تاند ځانکړې ویبپاڼه وګورئ «پل» )