تاند- د امریکا یوه جګپوړي استخباراتي چارواکي کانګریس ته وویل، طالبان ممکن سږ کال ځینې نورې سیمې ونیسي او په ۲۰۱۸ م کال د افغانستان امنیتي وضعیت نور هم خراب شي.

د متحدو ایالتونو د ملي استخباراتو ريیس ډاویس کوټس د خپل هیواد د سنا جرګې استخباراتي کمېټې ته وویل چې د داسي وضعیت د مخنیوي لپاره پکار ده چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وشي.

کوټس چې د سنا جرګې غړیو ته په نړۍ کې د خطرونو په باب معلومات ورکول، وویل « په مجموع کې به د افغانستان حالات احتمالاً په اوسني ډول مخ په خرابېدو وي.»

د ښاغلي کوټس په وینا، د استخباراتي شبکو ارزونه دا ده چې په ۲۰۱۸ م کال کې به د افغانستان سیاسي او امنیتي حالت د امریکا له محدودې پوځي مرستې سره سره خراب شي.

د کورټس په باور د افغانستان وضعیت به تر ډېره د دغه هیواد د بد اقتصادي وضعیت په خاطر خراب شي.

ده زیاته کړه، افغانستان به تر هغو پر بهرنیو مرستو اتکا لري چې افغان یاغیان سوله کوي.

ده همداراز وویل چې د افغانستان په چارو کې به د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنه دوام وکړي او دا مداخله به د افغانستان د حالاتو په خرابېدا کې اساسي رول ولوبوي.

دغه امریکايي استخباراتي چارواکي دا هم وویل چې یاغیان به په کابل کې د امریکا او د دغه هیواد متحدانو ته هم ګواښونه پېښ کړي.

ده د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې په اړه اټکل وکړ چې په ۲۰۱۷ م کال کې به د افغانستان امنیت ته د دې ډلې تهدید ښايي په ټیټه پیمانه پاتې شي.

One thought on “د امریکا استخباراتي چارواکی د افغانستان حالات ناوړه اټکلوي”
  1. Jamiat Islami and Shorai Nizar failed to establish working governments. every thing happens due to their incompetencies are blamed on Pakistan. Escape goat to hide incapabilities,

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *