تاند- د پکتیکا اوسېدونکو او چارواکو نن /جمعه/ وویل چې د دغه ولایت په برمل ولسوالي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې په دې نښته کې، چې تېره شپه له ۸ بجو تر ۱۲ بجو یې دوام وکړ، افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دوی وايي، جګړه وروسته له دې پیل شوه چې پاکستاني پوځیانو د برمل ولسوالي په انګور اډه کې د افغان سرحدي ځواکونو پر ۲ پوستو ډزې وکړې.
د پکتیکا مرستیال امنیه قوماندان ډګروال دادالله هوتک وايي، په دې نښته کې پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه لري.
د سیمې اوسېدونکي وايي، پاکستان هڅه کوي چې ډیورند کرښې ته نژدې د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي.
پاکستان په انګور اډه او زاوه غره کې نوي تاسیسات جوړ کړي دي.
دا په یوه اوونۍ کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو دوهمه شخړه ده.
تر دې وړاندې تېره جمعه پاکستاني پوځیانو د کندهار د سپین بولدک په دوو کلیو؛ لقمان او نظر کې د سرشمېرنې هڅه وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو له عکس العمل سره مخامخ شول.