تاند- په کندوز کې امنیتي چارواکي وايي چې له څو ورځو پر له پسې تصفیوي عملیاتو وروسته یې د کندوز – تخار لویه لار پرانیسته.

د سپین زر زرون قومانداني، چې مرکز یې په کندوز کې دی، نن /جمعه/ وویل، افغان امنیتي ځواکونو د دې لارې په اوږدو کې یو شمېر پوستې د طالبانو له محاصرې خلاصې کړي او وسله وال طالبان یې د سړک له غاړو شړلي دي.

د دې قوماندانۍ په وینا د نن ورځې تر غرمې پورې دا لار کاملاً خلاصه شوه.

قومانداني وايي چې په دې لار ماینونه ایښودل شوي او د ماینونو تر شنډولو پورې خلک نه پرېښودل کېږي چې د تخار – کندوز ترمنځ تګ راتګ وکړي.

دا لار یوه اوونۍ وړاندې وروسته له دې بنده شوه چې وسله والو طالبانو د کندوز د خان اباد ولسوالۍ څو پوستې ونیولې.

طالبانو هڅه کوله چې خان اباد ونیسي خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.

د خان اباد په نښته کې د دواړو خواوو په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *