امریکايی سناتور مایک لي

تاند- د متحدو ایالتونو د کانګریس غړي مایک لي افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو په اړه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پالیسي چلینج کړه.

په سنا جرګه کې د یوتا ایالت د جمهوریپال ګوند سناتور مایک لي ولسمشر ټرمپ ته په یوه لیک کې ویلي«له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۴ پورې امریکا په افغانستان کې په متوسط ډول ۲۰ زره پوځیان لرل او له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ پورې یې د ځواکونو شمېر تر یو لک پورې ورساوه. خو دې شمېر ځواکونو په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ نه کړای شو.»

ده د خپل لیک په دوام کې کښلي«په داسي حالت کې به د ځواکونو د شمېر زیاتېدا او نوې ستراتیژي په اوس وخت کې څه نتیجه ولري؟»

ښاغلي لي دا خبره په داسي حال کې کړې چې د ولسمشر ټرمپ ادارې د خپلو پوځي قوماندانانو په مشوره په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر پر زیاتېدو غور پیل کړی دی او اټکل کېږي چې امریکا به له ۳ زره تر ۵ زره نور پوځیان افغانستان ته واستوي.

یو شمېر امریکايي پوځي چارواکي وايي، که څو زره نور جنګي ځواکونه افغانستان ته واستول شي چې د هوايي بریدونو بشپړه اجازه ولري طالبان سخت ځپلی او د پرمختګونو مخه یې نیولی شي.

دوی په عین حال کې وايي چې نهايي حل د سولې او پخلاینې په پروسه کې نغښتې ده خو د دې لپاره چې طالبان سولې ته غاړه کښېږدي باید کمزوري کړای شي او دا هیله ورڅخه واخیستل شي چې دوی د جګړې له لارې واک ته رسېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *