د کندهار د سولې د شورا سیمه ییز دفتر –
زه د وسله والو طالبانو څخه هم هیله کوم چی د اسلامی ګوند په څیر د سولی ،خبرو او تفاهم لاره خپله کړی او د سولی د پروسی سره په یوځای کیدو خپل هیوادوال، معلولین ،کونډی او یتیمان نور د جګړی د زیانونو څخه وژغوریی
دا خبره د کندهار د سولی و لایتی کومیټی ریس حاجی عطا محمد احمدی په هغه غونډه کی وکړه کوم چی د کندهار په محبس کی د اسلامی ګوند د درو کسانو د خوشی کیدو په اړه د غوایی میاشتی ۲۱ نیټه په محبس جوړه سوی وه
د مراسیمو په پیل کی د کندهار د محبس مدیر د سولی د اهمیت په اړه خبری وکړی وویل سوله د افغان اولس لپاره ډیره ضروری ده دا ځګه جګړه بدمرغی ده د تیرو کلونو ناخوالو دا کړیدلی اولس ډیر ځورولی دی ،اوس زه ډیر خوښ یم چی د افغانستان د دولت او د سولی عالی شورا د اسلامی ګوند سره روغه جوړه وکړه هیله لرم چی نور دا لعنتی جګړه پای ته ورسیږی.
روسته د سولی ولایتی کمټی ریس سوله ،ثبات او امنیت د افغانانو خیر او د بیلابیلو سونزو ختمول دی زه د جګړه کونکو وسلوالو طالبانو څخه هیله کوم چی ستونزی په جګړه نه حل کیږی بلکی په خبرو ،تفاهم او پخلاینی سره حل کیږی نو باید سولی ته غاړه کښیږدی د اسلامی ګوند د مشر په شان سوله وکړی چی دادی د پخلاینی په لړ کی د هغو دری تنه بندیان د نورو په دوام نن خوشی سول .
وروسته د هر بندی محمد ابراهیم ،سیف الله او بخت محمد سره چی د هیواد د اولسمشر د فرمان پر اساس د بنده خوشی او لس لس زره افغانی نغدی مرسته ورسره وسول.
بیا د بندیانو د خوشی کیدو د کمیټی غړی او د کندهار د سولی شورا غړی احمد فرزان هم د اختلافونو او د جګړو د زیانونو په اړه خبری وکړی زیاته یی کړه سوله یو الهی امر او د افغان اولس خاصه غوښتنه ده نو هر هیوادوال باید په ملی یووالی او د بین لا افغانی سولی په تامین کی کار وکړی او خپل هیواد د جګړی د ښکیلتیا څخه خلاص کړی بیا په کندهار کی د اسلامی ګوند استازی حاجی پاچا هم خوښی وکړه او د سولی پر اړتیا ټینګار وکړ .
د بل خبر له مخی د سولی ولایتی کمیټی ریس چی یو شمیر چارواکی هم ورسره حاضر وه په کندهار محبس کی جوړسوی مسجد د پټی په پریکولو سره پرانیستی هغه د دولت ددی اقدام څخه خوښی وکړل نوموړی مسجد د محبس د اداری او ملی سوداګرو په مرسته په یو پوړ کی جوړ او پر یوه وخت د ۲۸۰ تنو لمنځ کونکو ځای لری