په دې حقيقت اوس نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه هم پوهېږي، چې د افغانستان د ستونزې حل د لر او بر تر منځ يووالی دی. پاکستان چې د نړيوال تروريزم او دهشتګردۍ ځاله ده، له بده مرغه پاکستان د محکومې پښتونخوا په اړوند سیمو کې د دهشتګردۍ روزنځايونه لري، تر څو له يوه لوري له ترهګرو سره خپله خواخوږي وپالي، له بله لوري هغه متحد غورځنګونه چې د لوی افغانستان د داعيې لپاره غږ پورته کوي، د هغوی مشران په غونډو کې تروروي، په چارسده کې د باچاخان پوهنتون يې څرګنده بېلګه ده، چې ترهګر يونورسيټي ته ننوتل، استادان او محصلين يې په شهادت ورسول، همدارنګه په محکوم بلوچستان کې د بلوچو مبارزينو په وړاندې د پاکستان له له تشدد نه ډکه پاليسي هم ددې لامل شوې ده، چې پاکستان نور هم د انزوا په لور روان کړي، ځکه پاکستان د هغه سامراجي ارمي داسې سرټمبګي لري، چې د ښکر ګټلو پر ځای به غوږونه هم وبايلي، همدا اوس د سيند په صوبه کې د سنديانو پر ضد هم د سامراجي ارمي او استخباراتو له لوري ظلم او تېری جریان لري، پاکستان په هيڅ ډول نه شي کول چې د محکومې پښتونخوا او محکوم بلوچستان د نيولو ايډيا له ذهن څخه وباسي، ځکه د ډيورنډ کرغېړنې کرښې نه شاوخوا يو سل څلورويشت کاله کېږي، چې د افغان ولسونو په سینه تحميل شوې، خو تر اوسه يې منلې نه ده، که د محکومې پښتونخوا وګړي د لر اوبر د يووالي غږ په ښکاره پورته کولی نه شي او ای، ايس، ای يې په نښه کوي، نو افغان دولت ته لازمه ده، چې د هغو مشرانو چې د لوی افغانستان د رامنځ ته کېدو د داعيې سرلاري دي، هغوی د خپل لوی وطن په پلازمېنه کې وساتي او د پښتونخوا تنکيو ځلمو ته دې د زدکړې زمينه هم د لوی وطن په سکولونو کې برابره شي، تر څو هغه شاګردان چې پاکستان سکولونو او مدرسو کې د د هشتګردۍ لپاره روزل کېږي، د هغوی ذهنيت دې د ازادۍ په ولولو روښانه شي او هغوی به بیا په نظر خوړلې محکومه پښتونخوا کې د لوی وطن د یووالي فکر خوروي، د محکومې پښتونخوا چارسدې د باچاخان پوهنتون کې د مشال خان شهادت هسې کومه تصادفي پېښه نه وه، بلکې د ای، ايس، ای له لوري پلان شوې مهمه دسيسه وه، ځکه مشال خان د ازادۍ په روحيه خپل ملګري روزل او د هغوی ذهنيت د سامراجي فکره توليدي بټيو په خلاف جوړول، نو ځکه خو يې مشال خان تکفير کړ او هغه د پوهنتون په منځ کې سنګسار کړ، پاکستان چې کوم دی، تل يې اسلام د خپل ځان د ګټې لپاره کارولی دی او همدا وجه ده، چې څوک د ازادۍ لپاره په ډيموکراتيکه فضا کې هڅه کولی نه شي. ترهغې چې زموږ ماشومان په پاکستانيو سکولونو مدرسو او يو نورسيټيو کې زدکړې کوي، د هغوی فکر محدودېږي او د هغوی فکر د سامراجي فکر په چوکاټ کې برابروي. افغان دولت باید د محکومې پښتونخوا نظر مات کړي د پښتونخوا زده کوونکو ته په کابل او د لوی وطن په نورو ولايتونو کې د زدکړې لازم فرصتونه برابر شي او همدارنګه دې د پارلمينټ دوه يا دری چوکۍ هم د محکومو سیمو مشرانو ته ځانګړې شي او په هره دولتي اداره کې دې د لوی افغانستان نقشې وځړول شي، تر څو په اسانۍ سره د لوی وطن د لوی ارمان د پوره کېدو لپاره له موږ سره مرسته وکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *