تاند- د غور ولایتي اداره وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو او داعشیانوترمنځ په روانه جګړه کې د دواړو خواوو په لسګونو جګړه مار وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د غور امنیه قوماندان غلام مصطفي محسني نن /دوشنبه/ رسنیو ته وویل، د طالبانو او د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې ترمنځ د غور ولایت د مرکز فیروز کوه په شمال کې له څو ورځو راهیسي جګړه روانه ده.

د غور ځینې اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي چې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جګړه له یوې اوونۍ راهیسي دوام لري.

د ولایتي شورا غړي او امنیه قوماندان وايي چې جګړه وروسته له دې ونښته چې د داعش غړیو د مرغاب په سیمه کې د اډې د جوړولو ترڅنګ د جګړه مارو د جلب و جذب هلې ځلې پیل کړې.

د دوی په وینا د داعش دا هلې ځلې سبب شوې چې طالبان پرې برید وکړي.

ددوی دغه راز وايي، تراوسه پورې په دې جګړه کې د دواړو خواوو په لسګونو کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د غور چارواکي وايي چې د داعش غړي وروسته له دې غور ته ورغلي چې په ننګرهار کې وځپل شول.

د طالبانو او داعشیانو ترمنځ دا جګړه په داسي حال کې روانه ده چې تېره شپه د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ته نژدې د رباط په سیمه کې سخته نښته وشوه او د دواړو خواوو لږترلږه ۱۰ تنه ووژل شول.

د طالبانو د ملا رسول او ملا هیبة الله د ډلو ترمنځ د افغانستان په لوېدیځ کې هم په ځلونو خونړۍ نښتې شوي دي.

په غور کې پر داعشیانو بمباري شوې

له بلې خوا د غور د والي ویندوی وايي چې پرون مازدیګر په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو په غور کې د داعش پر یوه مرکز په هوايي برید کې لږترلږه ۱۵ داعشیان ووژل.

عبدالحی خطیبي وايي، د ناټو الوتکو له فیروز کوه ۱۲۰ یا ۱۳۰ کیلومتره لېرې پر رغسکن کلي بمباري وکړه. د خطیبي په وینا د دغه کلي اوسېدونکو تېر کال له داعش سره بیعت کړی وو.

6 thoughts on “طالبانو او داعشیانو په غور کې د یو بل په لسګونو کسان ووژل”
  1. جګړه ماران په خپله سرتمبه ګۍ، غفلت او جهالت کې ډېر وړاندې تللي دي

  2. د لوط پیروانوته اعلان: حوری خلاصی شوی دی خو ډیپو کی یوڅه غلمان شته، تشویش مه کوی، عجله وکړی او ورودانګی چی سبابه دا هم خلاص وی ههههه

  3. امریکایان د داعش په پلوۍ او روسان د طالبانو په پلوۍ ، د افغانستان په میدان سره ښکر په ښکر دي

  4. مونږ پورې نړیوال خاندي او وایي چې د افغان په ځمکه مرغان مرغان وژني، سپي سپي وژني آو انسانان انسانان وژني.

  5. انشآالله اخر به هم د حق او باطل جلا کوونکی ډله ظهور کوی دهغه وخت 950 غلامان او درباری ملایانو نه به سره په توره وهی اللهم انصرلاسلام ولمسلمین

ځواب دلته پرېږدئ