د غویي ۲۵مه ۱۳۹۶- بیجینګ – 

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي احمد رشاد پوپل،  د چین ولسي جمهوریت د ګمرکونو له وزیر ښاغلي یوګوانګجو، سره په بیجینګ ښار کې د یوې لارې/ یوه کمربند د همکاریو نړیوال فروم د ناستې په څنډه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د ګمرکي همکاریو تړون لاسلیک کړ.

د یاد تړون له مخې به افغانستان او چین په اړینو موضوعاتو لکه د ګمرکي پروسیجرونو په ساده کولو، مخدره توکو، رواني درملو او لومړني کیمیاوي موادو پر وړاندې د ګډې مبارزې، په برېښنایي بڼه د معلوماتو او تجربو شریکولو او د دوه اړخیزې همکاریو په برخو کې یو له بل سره مرسته کوي.


د افغانستان مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، په دې اړه وویل: افغان دولت د یاد تړون چې د ګمرکي همکاریو په برخه کې یو نوی ګام بلل کیږي، هر کلی کوي او د دې تړون په عملي پلي  کېدو سره به د افغانستان او چین تر منځ د سوداګرۍ اسانتیاوې را منځته او د هېواد ملي عوایدو په لوړوالي کې به مثبت رول ولوبوي. 

 د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي احمد رشاد پوپل، د یاد تړون د لاسلیکولو پر مهال وویل، چې دواړه هیوادونه به د دې تړون له منځپانکې څخه پوره ګټه واخلي او دا تړون یې د هیواد ملي عوایدو په لوړوالي، له فساد سره د مبارزې، په ښه قیمت او ښه جنسیت سره د سوداګریزو توکو د لاسته راوړلو، د ګمرکي وړتیاؤ په زیاتولي او د ګمرکي اجرااتو په ساده کېدو کې اغېزناک وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *