زه یوه داسې نجلۍ پېژنم چې له کتاب سره ډېره مینه لري، ددې لپاره نه چې په کتابونو کې د مینې وچ ګالن ساتل شوي وي، بلکې ددې لپاره چې کتاب خپله د ګل په شان دی، داسې ګل چې له کاغذه جوړ او یو ډول خوندوره خوشبویي پکې موجوده ده. نو زه د هغې نجلۍ په اړه وایم چې له کتاب سره ډېره مینه لري، کله چې کتابتون ته لاړه شي، نو زړه یې غواړي چې وړوکی وجود یې د کتابونو په نړۍ کې ډېرلرې لاړ شي، او په هغو خبرو کې ورکه شي کومې چې په عامه نړۍ کې نه ویل کېږي او نه اورېدل کېږي، ځکه هغه په داسې ټولنه کې لویه شوې چې مشران یې نجونې له کتابه لرې ساتي، خو ټول داسې نه دي، په دې ټولنه کې داسې لویان هم شته، چې خپلو ماشومانو لپاره ترټولو ښه ګاڼه تعلیم او تحصیل ګڼي.

دا نړۍ د انسانانو پر حاصلاتو څوکیداري کولی شي، خو تراوسه یې د هغوی د خوبونو او هیلو د تړلو کومه طریقه نه ده رامنځته کړې، ځکه خو هغه نجلۍ هم له درس سره مینه کوي، چې په غریبۍ او ستونزو کې ژوند کوي، هغه چې په خالصو سترګو د شهرت او بریا خوبونه ویني د کتابو پر لور داسې لېوالتیا

احساسوي لکه پتنګ چې یې د ښکلي او رنګین ګل پر لور احساسوي، پتنګ چې د لږ ځواک په کارولو د مخالف لورې باد سره مبارزه کوي او ځان ګل ته رسوي، همدارنګه هغه نجلۍ چې له کتاب سره مینه لري هم دا ځانګړنه لري.

زه هم یوه داسې نجلۍ پېژنم، له کتابو سره مینه لري، غواړي علم حاصل کړي، په نړۍ کې خپل او د کورنۍ نوم لوړ کړي، خوښېږي یې چې په عزت سره رسنیو کې څرګنده شي.خو هغه به څرنګه د بریا دغه مقام ته ورسېږي؟

نه یې پلار مالداره دی، او نه د نړۍ پیاوړي ځواکونه د ډرامې مرکزي کرکټر او رول ورکوي. ځکه یې خوبونه او هیلې لکه اوښکې له سترګو بهېږي، خو څوک یې له درده خبر څه چې لا په شک هم نه دي.نو ای د نظر خاوندانو او مشرانو! په نړۍ کې ډېر پټ دردونه شته احساس یې کړئ!! ښکاره خو هر څوک لیدلی شي، خو ویښې سترګې هغه دي چې په پردو کې پټ دردونه وویني، احساس یې کړي، ځکه د ډېرو نجونو ډېرې هیلې د پټو دردونو ترشا ښخېږي.

لیکوال: اعجاز منګي/ ژباړنه: نازو کمال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *