څه باندې ۳۳۰۰ څېړنې چې په نابغه ګانو ترسره شوې دي، یوه تر ټولو روښانه ځانګړنه چې نږدې په ټولو کې لیدل شوې ده، هغه د تجسم قوه ده. د نابغه و د تجسم قوه ډېره پیاوړې وي، په داسې حال کې چې عادي وګړي بیا له دې قوې بې برخې دي.
د تاریخ تر ټولو مهم کشف دا دی، د څه په اړه چې فکر کوئ، له هماغه څه سره مخ کېږئ هم، نو ایا نابغه کسان ډېری وخت د څه په اړه فکر کوي؟ ځواب روښانه دی، دوی ډېر وخت د خپلې راتلونکې په اړه فکر کوي، په دې اړه فکر کوي چې څنګه کولی شي خپلو موخو ته ورسېږي.
له بلې خوا عادي وګړي پر خپل اوسني حالت فکر کوي او تر ډېره یې ځان په وړو مسایلو بوخت کړی وي.
پر راتلونکې مو فکر وکړئ، موږ دې ته راتلونکې پالنه (اینده ګرایي) نوم ورکوو، نابغه ګان پر راتلونکې فکر کوي یا د هغه څه په اړه فکر کوي چې غواړي لاس ته یې راوړي. دوی پر دې هم فکر کوي چې څه غواړي او څنګه کولی شي ورته ورسېږي.
له نېکه مرغه کله چې تاسو هم د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړ، نو پوه شئ چې تاسو هم د یوه نابغه په څېر فکر کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *