کافکا
ژباړن: حیات الله ژوند
داسې څرګندېږي، چې موږ د خپل هېواد په ساتنه کې زښته زیاته بېغوري کړې ده. موږ تر اوسه پورې پر دې مسالې غور نه دی کړی. پر خپلو کارونو بوخت یو؛ خو وروستیو پېښو په ستونزه کې ښکېل کړي یو.
زه د امپراتور له ماڼۍ سره په مخامخ څلورلارې کې د موچيتوب کارځي لرم. سهار وختي مې لا کارځی نه وي پرانېستی، چې میدان ته راپرانېستې کوڅې له وسله والو خلکو ډکې شي؛ خو دوی زموږ سرتېري نه دي. دوی د شمالي سیمو کډوال دي، چې په یو ډول يې چې ما ته هم څرګنده نه ده، پلازمېنې ته- چې له پولې نه هم ډېره لرې نه ده- ځانونه رارسولي دي. په هر صورت اوس دوی دلته اوسېږي او شمېر يې مخ په زیاتېدو دی.
دوی د خپل طبعیت پر اساس له کور او ودانۍ نه کرکه کوي، ځکه خو يې په ريڼ ډاګ او ازاده فضا کې خيمې لګولې دي. خپل وخت د تورو په تېره کولو، غشې جوړولو او پر آس ځغلونې تېروي. دوی دا غلې څلورلارې چې په ډېر احتیاط به پاکه ساتل کېده، په یوې غوجلې اړولې ده. موږ کله کله هڅه کوو، چې له کارځيو نه بهر راووځو او لږ تر لږه ډېرې ناپاکې مردارۍ له لارې لرې کړو؛ خو دا کار ورځ تر بلې کم ترسره کېږي، ځکه دا زحمت ګالل بې ګټې دي او د دې وېره هم شته، چې د وحشي آسونو تر پښو لاندې شو، یا په متروکو ټپيان شو.
له دغه کډوالو سره خبرې ناشوني دي. هغوی زموږ پر ژبه نه پوهېږي، پخپله هم کومه ژبه نه لري. خبرې یې د کارغانو کغ کغ ته ورته دي او د کارغانو غوندې چغېږي. زموږ د ژوند امکانات ورته بې مانا دي او هېڅ ارزښت نه ورکوي؛ ځکه خو زموږ په اشاروي ژبه هم نه پوهېږي. هر څومره دې چې زامې وښوروې یا که دې په ډېرو خوځولو مړوندونه هم له مټو راوباسې، بیا به دې هم په خبرو پوه نه شي. دوی کله کله خوله جینګه جینګه کوي، سترګې ټاغې ټاغې او له خولې نه ځګونه راباسې. په دې کار سره نه غواړي څوک ووېروي او نه هم غواړي څه ووايي، یواځې عادت يې دی. هر څه چې وغواړي، اوچتوي يې. له خلکو يې په وچ زور نه اخلي، دوی چې هر څه ته لاس وراوږد کړي، موږ يې له مخې لرې کېږو او ورته پرېږدو يې.
زما له زېرمې يې هم خورا ارزښتناک څیزونه وړي دي؛ خو تر میدان هاخوا غوښپلوری (قصاب) مې چې ولید، پر ځان مې شکر وباسه. هغه لا غوښه هټۍ ته نه وي ننباسلې، چې ټوله يې ترې تښتولې او خوړلې وي. ان د دوی آسونه هم غوښه خوري. داسې ډېر پېښ شوي، چې سپاره له خپلو آسونو سره په ګډه پر يوې يوې ټوټې غوښې لګیا وي. غوښپلوری هم د غوښې له پلور نه لاس په سر کېږي نه. موږ د غوښپلوري پر حالت پوهېږو، پيسې ورته ټولو او مرسته يې کوو. که کډوالو ته غوښه په لاس ورنه شي، خدای خبر څه څه به وکړي. که هره ورځ غوښه په لاس ورهم شي، خدای خبر چې څه څه فکرونه به کوي، څوک پرې نه پوهېږي.
په دې ورستیو کې غوښپلوري وپتیله، چې لږ تر لږه د حلالونې زحمت په ځان ونه ګالي. غوښپلوري په سبا سهار ژوندی غوايي قصابۍ ته راوست؛ خو هغه به بیا دا کار تکرار نه کړي. زه پوره یو ساعت د کارځي په وروستۍ برخه کې اوږد وغځېدم. هر څومره جامې، غالۍ او بالښتونه چې په کارځي کې مې وو، راباندې انبار مې کړل، چې د غوايي رمباړې وانه ورم. کډوال پر غوايي له هرې خوا ورټول شوي وو، په غاښونو يې ترې توده توده غوښه غوڅوله، ما تر هغه پورې چې د غوايي رمباړې غلې شوې نه وې، جرات نه کاوه، له کارځي نه مې بهر راووځم. کډوال د مستو خلکو په شان چې د شرابو پر لوښي ورټول شوي وي، همداسې د غوايي پر پاتې شونو ورټول وو.
په هماغه ورځ ګومان کوم پخپله امپراتور مې د ماڼۍ د يوې کوټې په کړکۍ کې ولید، امپراتور ډېری مهال د بهرنیو کوټو پلو ته نه راځي، دی خپل وخت د ماڼۍ په منځني بڼ کې تېروي؛ خو ګومان کوم، هغه ورځ مې د ماڼۍ د یوې کوټې په کړکۍ کې ولید. ومې لیده، چې د ماڼۍ تر مخې شور و زوږ ته ځير دی.
موږ ټول له ځان نه پوښتو: «څه به پېښ شي؟ تر کومه پورې به دا درد او رنځ زغمو؟ دا کډوال د امپراتورۍ ماڼۍ تر دې ځایه رارسولي؛ خو په شا یې تمبوی نه شي. د ماڼۍ دروازه تړلې ده. هغه ساتونکي چې په نظامي مراسمو کې به يې په ډېر ناز او نخرو یوندود (رسم ګدشت) کاوه، اوس يې د تړلو دروازو تر شا پنا اخيستې ده. اوس مو د هېواد ساتنه سوداګرو او کسبګرو ته ورپاتې ده؛ خو موږ بېوسي یو. موږ هېڅکله دا غوښتنه نه ده کړې، چې هېوادساتنه زموږ د وس خبره ده. زموږ تر منځ ورانپوهاوی پېښ شوی او دا ورانپوهاوی به مو پوپنا (ورک) کړي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *