ماین پاکان

تاند- څېړونکي وايي، د ماینونو د ځای د معلومولو لپاره یې یوه نوې لار موندلې چې له باکتریاوو پکې کار اخیستل کېږي.

دوی هیله لري چې د دې طریقې په وسیله به د ماین په چاودنو د انسانانو د مرګ ژوبلو مخه ونیسي.

د ساینسپوهانو په وینا په اوسني شکل د ماینونو د شنډولو په مهال ماین پاکان زیات ژوبلېږي.

دوی وايي، د باکتریاوو په جنیټیک کې یې داسي تغییر راوستی چې هغوی د لیزر تر وړانګو لاندې او د بړاس د موجودیت په صورت کې د ماین په ځای کې وځلېږي.

دوی دا سیستم د ماینونو په یوه ساحه کې وازمایه او ښه نتیجه یې ترلاسه کړه.

دوی په عین حال کې وايي چې باید ډېر نور کار وکړي چې دا طریقه بریالۍ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *