خبريال: عبدالقيوم عاجز– په زابل ولایت کي دترنک رادیو ادارې او دبیلابیلو ازادو رسنیو خبریالانو د یکشنبې په ورځ په یو لړمراسمو کي ددې ولایت دامنیې قومندانۍ دامنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي او دولایتي روغتون امر داکتر زلمي رښتین ته دبیان ازادۍ ته دژمن کسانو په نوم ستاینلیکونه ورکړل.
په دغه ولایت کي ازاد خبریال او د خبریالانو ددفاع ټولنې مشر روزي محمد زابلي وایې چي یادو دوو چارواکو په هروخت کي دوی ته کره اوپروخت مالومات ورکړي دي.
هغه وایې چې داکار یې په دې خاطر کړی چې نور چارواکي هم وهڅیږي ترڅو رسنیو ته پروخت مالومات ورکړي. روزي زابلی دوسلوالو طالبانودویندویانو ستاینه هم کوي چي دده په خبره پروخت مالومات یې خبري رسنیو ته په اختیار کي ورکړي دي.
په ورته وخت کي دزابل دپولیسو دامنیت امرسمونوال غلام جیلاني فراهي اودولایتي روغتون مشر داکترزلمي رښتین دټولو خبریالانو څخه مننه وکړه اوزیاته یې کړه چې دې کار دوی نور هم وهڅول چې خپلي لاسته راوړني اومالومات له ټولو رسنیو سره شریک کړي.
زابل مېشت ژورنالستان دا چارواکي په داسي حال کي ستایې چې داولایت یونا ارامه اوخبرجوړونکې سیمه ده چې دخبریالانو ډيری سراوکارد چارواکو سره وي چي ځیني وختونه د حکومتي چارواکو د تهدید سره هم مخ کیږي.