سحـــــرګـــــه وه د نـــــرګس لـــــېمه لانــــده
څاڅکي څاڅکي يـــې تـر سترګو څڅېده
مــا ويـــل څه دي ښکليه ګله ولي ژاړې؟
ده ويل ژونـــد مي دئ يوه خوله خندېده
(نازوانا)
په ډیره خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې دهیواد وطنپال ،فرهنګي اوملي ځلانده شخصیت الحاج محمداکبرځاځی د ورپېښي ناروغۍ له امله دجرمنې په مهاجر هیواد کې داپریل میاشتې په دوولسمه نیټه ۲۰۱۷ زکال خپل روح د ارواحو څښتن ته وسپارله او له دې فاني نړۍ څخه یې دتل لپاره سترګې پټې کړې.
انالله و اناالله راجعون
الله (ج) دې هغه نړۍ ورته ښایسته او ګل او ګلزار ه کړي. خو څرنګه چې موږ د الله په تقدیر ایمان لرو نو دتسلیم او رضا پرته بله چاره نه لرو.
لوى څښتن (ج) په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايلي دي
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ
ژباړه : هر نفس د مرګ څکونکئ دى.
دپورتني آیت شریف سره په تړاوکې دیوې خوادرب العالمین امر منو، خودبلې خو ا زه دارواښادیوه ډیرمینه وال ملګري په صفت، دهغه نه شتون مابې حده ځوروي . داځکه چې ارواښاددمهاجرت په درشل کې زموږ څخه پاني نړۍ ته ولاړ.
د ارواښاد، دناڅاپې مړينې خبر ترټولوماځکه دومره ډیرځوروي چې دیوې خوا مې د ارواښاد سره یوځای دمهاجرت په درشل کې لکه دورورپه شان مینه ناک ژوندتیرکړی دی اوبلخوادپښتوژبې دعلمې کولواو د پرمختګ په تړاوتل په یوه همغږي فکرسره وو .
همدالامل دی چې زه ځان پوروړی ګڼم چې دخدای بښلي په یادڅوکرښې ولیکم : دارواښادپه هکله لیکل اوویل ډیردي . خوپه لنډه توګه به زه دیومخلص ملګري په توګه ځینې خاطرې اوپه سترګولیدلای حال ګرانولوستونکوته دهمدې سریزې په پای کې وړاندې کړم.
د خدای بښلي د رحلت وير او ماتم يوازي د هغه مرحوم پّه سترې او درنې کورنۍ کې محدود نه دی ، دلته موږ او نور بې شمېره دوستان او ملګري يې دهغه نه شتون د درانه غم او درد پر ټغر ناست يو .
په پای کې زه دیوه عاجزبنده په توګه دلوی خدای(ج) سپیڅلي دربار ته لاسونه لپه کوم،چې ارواښادته جنت الفردوس په برخه کړي. برسیره پردې دیوه نږدې ملګرې په توګه دارواښادمحترمې کورنۍ ته دالله ج څخه یوخوا دزړه زغم اوجمیل صبر غوښتنه کوم او بلخواخپل ژورخفګان اودخواخوږی مراتب وړاندی کوم .
امين يارب العالمين
روح دې يې ښاد وي
(په درنښت )
الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ
په جرمني کې مهاجراوسیدونکی