ټولنیزو رسنیو ته اسانه لاسرسي له پېښو سره چلند هم متفاوت کړی دی. د یوه هوښیار موبایل لرونکی کولای شي په هر ځای کې د هرې پېښې څرنګوالی ډېر ژر له نورو سره شریک کړي، خو ددې لیکنې بحث دا دی، چې له عصري امکاناتو د استفادې ترڅنګ د پېښو له څرنګوالي سره مسلکي چلند ولې مهم دی؟
لویې او وړې پېښې تر ټلویزیونونو او راډیو ګانو ژر پر ټولنیزو رسنیو عامېږي او د ډېری رسنیو د معلوماتو ترلاسه کولو سرچینه هم همدغه ټولنیزې هغه یې دي. دلیل یې واضح دی او هغه دا چې، د رسنیو تر باوري استازو وړاندې هر فرد د خپل چاپیریال له پېښې او ماهیت ژر نور خبرولای شي.
مهم بحث دا دی؛ نن سبا چې له فزیکي ترهګرۍ زیات پر رواني ترهګرۍ د دښمن تمرکز زیات شوی، نو ورسره د خلکو چلند هم باید توپیر ومومي.
د ننګرهار په ملي راډیو ټلویزیون برید تر پخوانیو ډېر زورور او د تلفاتو له اړخه ډېر غښتلی نه و، خو په څو شېبو کې له عصري امکاناتو یو شمېر استفاده کوونکي ځوانان داسې د رواني ترهګرۍ برخه وګرځېدل، چې د نورو ولایتونو خلک یې هم وترهول.
د جګړې تر فزیکي زیان هاخوا رواني زیان سره زموږ دغه ډول چلند مطلق د دښمن په ګټه دی. دا په دې معنی نه ده، چې ګنې ځوانان دې اوس د ټولنیزو رسنیو پر مټ د خبر رسولو له رسالت څخه لاس واخلي، خو کاش دغه رسالت هم یوازې مسلکي خلکو ته پرېښودل شي.
د هغه متل مصداق، چې رښتیا رسېږي، درواغو به کلي وران کړي وي. همداسې؛ تر هغو چې د پېښې کره او دقیق معلومات رسنیز کېدل، درواغو ټول ښاریان ترهولي وو او د نورو ولایتونو څارونکو، خو فکر کاوه، ننګرهار ولایت د وسله والو په لاس سقوط وکړ.
خبریالي یوازې نورو ته د خبر رسولو په معنی نه ده. تر هر څه وړاندې د شرایطو درک کول، د پېښې څرنګوالی ارزول او له هغه وروسته ورسره پخپلو معیارونو چلند، د مسلکي خبریالۍ آرونه جوړوي.
نږدې له هرې پېښې سره زموږ چلند همداسې دی او د هرې پېښې پر مهال د ټولنیزو رسنیو کاروونکو نږدې هر یو یې له ځان سره شاوخوا پنځه زره کسان په وېره او رواني شکنجه کې راګیر کړي وي.
تر دې هاخوا د رواني جګړې یوه څنډه تر یو شمېر خصوصي رسنیو هم رسېدلې او دا وضعیت نه یوازې چې له روان حالت څخه په خلاصون کې له موږ سره مرسته نشي کولای، بلکې پر خپلو لیدونکو یو ډول رواني ترهګري حاکموي.
د ټلویزیون پر پرده له یوه پټ مخي تورو جامو والا وسله وال سره د یوه بې تنه سر نندارې ته وړاندې کول به څه پیغام ولري؟ هغه ماشومان چې په کورونو کې دغه وضعیت له خپلو مشرانو سره څاري، څه ترلاسه کوي؟ دا تر روحي شکنجې هاخوا بل هېڅ نشي کېدای.
ښایي د دغو سوداګریزو اعلاناتو لپاره یې خپرونکي همدا دلیل ولري، چې په دې سره به په خلکو کې له وسله والو ډلو سره نفرت زیات شي، خو هغه نفرت، چې د روحي شکنجې او رواني ترهګرۍ له لارې کرل کېږي، په دې بیه ارزي؟ هېڅکله هم نه!!
د یوه هوښیار موبایل اخیستل او په کې د اړتیا وړ انټرنېټ فعالول ډېر ارزانه او اسانه دي، خو له هوښیار موبایل سره هوښیار چلند خپل مهارت لري. تر هغو چې دا مهارت ترلاسه نه کړو، همداسې به موږ په ناخبرۍ کې په وړیا ډول د یوې لویې روانۍ ترهګرۍ برخه یوو.