(غویی-۲۸۸) نن ورځ په لوګر ولایت کې د سنځل ګل یولسمه دودېزه مشاعره کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، ولایت مرستیال قمرالدین شکیب، ولایتي شورا مشر او غړو، امنیه قومندان،د لوګر، پکتیا، خوست، کابل، ننګرهار،لغمان او میدان وردګو څخه راغلو شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و.

په مشاعره کې لسګونو شاعرانو په نوبت سره چې زیاتره یې د سولې او سوکالۍ په اړه برابر کړي شعرونه وړاندې کړ.
د مشاعرې ترڅنګ د کرنې، پوهنې او ښځو چارو ریاست لخوا لاسي صنایع هم نندارتون ته وړاندې شوې وې.


د شاعرانو سربیره د لوګر خصوصي او رسمي لیسو یو شمېر زده کوونکو د سولې په اړه خپلې ترانې وړاندې کړې.


غونډې ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت پيغام د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد شفیق پوپل او د مشرانو جرګې مشر پیغام هم ولوستل شو.


لوګر والي  د مشاعرې په پای کې له قومي مشرانو، د مدني ټولنو له استازو ،شاعرانو ، لیکوالانو، دیني علماوو ، د ښوونځیو زده کوونکو ، القلم خصوصي ښوونځی، زیري خصوصي ښوونځی ، دارالهدا خصوصي ښوونځی ، لوګر نوین خصوصي ښوونځي، ګلشن زهرا خصوصي ښوونځی ، شهید فاروق خصوصی ښوونځی، کلنګار عالې لېسې او مدیر صاحبانو، د پوهنې ریاست ، اطلاعاتو او کلتور ریاست ، د ښځو چارو ریاست ، د لوګر ښاروالۍ د رسنیو په برخه کې له ملي راډیو ، مهال راډیو ، زینت راډیو ، مننه وکړه چې مشاعره یې په ژوندۍ بڼه په خپرولو کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. 


همدارنګه د لوګر والي محمد حلیم فدایي د تکړه لیکوال او خطاط سعیدي څخه ځانګړې مننه وکړه چې د سنځل ګل دودیزې مشاعرې په ویاړ یې نن خپل بېلابېل هنري انځورونه نندارې ته وړاندې کړل.


والي زیاته کړه مشاعره باید هدف ولري او مونږ کولای شو له دې لارې ولس ته یو واضح پیغام وړاندې کړو.


مشاعره په ذات کې یو نمایش دی چې زمونږ د کلتور او فرهنګ نماینده ګي کوي اما اړینه داده چې له دغه فرصت څخه په استفادې مونږ هغه ټولو سیاسي او ټولنیزو ناخوالو د ټوپک په ذریعه نه د قلم په ذریعه د پای ټکی کېږدو.


او هغه هم په هغه چوکاټ کې چې زمونږ ارزښتونه تر پښو لاندې نشي ځکه فرهنګ یواځې شعر ندی یواځې مشاعره نده فرهنګ زمونږ ملي ارزښت زمونږ اخلاق ، انسانیت ،فرهنګ زمونږ دیني نوامص ، فرهنګ زمونږ تاریخي او ملي شخصیتونه فرهنګ زمونږ منل شوی انساني دود او رواج دی نو ځکه دغسې مشاعرې چې هر ځای کې وي زمونږ هدف دادی چې دغسې نمایش نندارې ته وړاندې کړو چې زمونږ شاعر او سیاستوال زمونږ لیکوال او قلم وال دا ټول د خدمت اراده او نیت لري او په ګډ‌ه به دا کار ترسره کوي.


په پای کې په افغانستان کې د سولې راتګ لپاره د سولې کفترې هوا ته پورته شوې.


د مشاعرې وروسته د سنځل ګل مشاعرې په ویاړ د سولې سندره هنري نندارتون رسمآ افتتاح  او لیدنه ترینه وشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *