د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ

تاند- د ناټو سرمنشي د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د څلور کلن پلان له بشپړېدو سره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

د ناټو تړون سرمنشۍ ینس ستولتنبرګ د ناټو تړون د مشرانو تر غونډې مخکې د افغانستان په اړه وویل چې ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت او د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په باب پر خپلو ژمنو ولاړه ده او له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دوی د څلور کلن پلان په بریالیتوب کې همکاري کوي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو مشران د روانې مې په ۲۵ مه په بروکسل کې د ۲۰۱۷ کال په سرمشریزه کې راغونډ شي.

تر دې غونډې مخکې د ناټو دفاع وزیرانو په بروکسل کې وویل، هیڅوک په افغانستان کې پر ولاړ حالت خوښ نه دي او د ناټو غړي به د دې حالت د ختمولو لپاره په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړي.

له ډېرو کلونو وروسته د ناټو غړیو یو وار بیا افغانستان ته پام اړولی دی.

ناټو او امریکا د ۲۰۱۴ په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه خو د طالبانو د حملو شدت سبب شو چې ناټو او امریکا یو وار بیا افغانستان ته راودانګي.

باور کېږي چې ناټو به یو وار بیا افغانستان ته په لسګونو زره پوځیان راولېږي. د ناټو او امریکا مشران وايي چې د افغانستان لپاره د دوی نوی پلان یوازې د افغانستان لپاره نه دی بلکې دغه پلان د افغانستان او پاکستان ګډ پلان دی.

ناټو دا ځل په داسي حال کې افغانستان ته ځواکونه رالېږي چې د پخوا خلاف په دې پوره باوري شوي چې د افغانستان د حالاتو په خرابولو او د طالبانو په ملاتړ کې پاکستان اساسي رول لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *