نن جمعه د روان کال په ۱۳۹۶/۲/۲۹ نېټه په هلمند ادبي بهیر کي شانداره ادبي غونډه وسوه، چي دمرکز او ولسواليو ګڼ شمېر شاعرانو اولیکوالانو په یاده غونډه کي برخه لرل.

دیاد ادبي بنډار اجندا دريو برخو وينا، نثر او نظم بشپړول.

غونډه د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل سوه.

لومړنی  وینا وال دهلمند ادبي بهير د مشر سيدمحمد (حیرت) وه، چي دغونډي مېلمنو او ګډونوالوته ترښه راغلاست ویلو وروسته یې د فرهنګي او ژورناليستيکي هڅو د ګډو موخو په اړه خبري وکړې.

نوموړي وويل: د اديبانو او رسنيو اهداف يو په بل کي نغښتي دي، ځکه دواړه يوې مهمي موخي ته د رسېدو لپاره زيار باسي، د بېلګي په ډول د پيغام رسووني له اړخه، که وګورو په ټوله کي رسنۍ، د فکر او قلم خاوندان تل هڅه کوي چي د عامه ذهنيت د روښانه کولو په موخه د ادبياتو او ژوناليزم په خوږه ژبه او د خاصو مېتودونو په مټ مثبت پيغام ترخلګو پوري ورسوي او د ټولنيز فکر د سکښت او سمښت لپاره ځانګړي وړتياوي په کار واچوي، خو دا هڅي هغه وخت لا ګټوري تماميږي کله چي يو له بل سره يوځای سي چي له نېکه مرغه دا کار په هلمند کي ترسره سوی او ترسره کيږي به.

د غونډي دوهمه برخه کي نثرته ځای ورکول سوی وو چي  ځوان او هڅاند ليکوال عرفان (همدرد) د ميني فريښتې په نوم ادبي ټوټه او د محمد جمعه (حيران) لخوا د ورک حاجي ترسرليک لاندي لنډه کيسه پرګډونوالو ولورول سوې.

دغونډي په دريمه برخه کي د شاعرانو لخوا ليکل سوي او ترتيب سوي شعرونه په داسي حال کي د غونډي پر ګډونوالو ولورول چي د برخه والو لخوا د لاسونو په پړه کا او يوځل بيا په ويلو بدرګه کېدل، پاته دي نه وي چي  په نننۍ غونډه کي محمد رفيع (بختيار) او محمد (زخمي) د خپلو خوږو اوازونو له برکته ګډونوال څو شېبې د ترنم په ټال وزنګول.

دهلمندادبي‬ بهیر نشراتي څانګه.‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *