ارشیف

لغمان کې د سېلاب پنځه په نوم د افغان ګډو ځواکونو په تصفیوي عملیاتوکې  نن د غويي په ۳۰ نېټه ۱۵ وسلوالو مخالفینو  ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه تنه يې د یو عراده موټر سایکل  او یو میل راکټ انداز سره یو ځای نیول شوي دي. په وژل شویو کې  د وسلوالو مخالفینو مهم غړي شامل دي.

 د یادونې ده چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتې،په پيل شویو عملیاتو کې  د مرکز  او الینګار ولسوالیو اړوند سیمې پهلوان بابا ، قلعه نجاران ، سرکاتبان ، قلعه فتح الله ، جانی قلعه ، نورمحمد خان بانډه ، میر عثمان بانډه ، قلعه صوفیان،میداني اوبی بی هجرې  کلي تصفیه او تلاشي  شوي دي چی په نتیجه کی دمخالفو وسلوالو یو تن مین ښخونکی اوراکیټ ویشتونکی دیو عرادی موترسیکل سره یوځای ونیول شو .

 او خاص  هرمل کلیو کی د ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات په بشپړه همغږۍ او ځیرکتیا سره  جریان لري.

۲۳ /۲ /۱۳۹۶

دلغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *