په افغانستان کې د امريکايانو په زور د طالبانو نظام تر ړنګونې وروسته، داسې سکتاريستي او اتنيکي ډله واک ته ورسول شوه، چې د هېڅ ډول سياسي اخلاقو پروا نه لري، نه تاريخي حافظه لري او نه د شرم پرده، دا ډلې چې دستم، جمعيت، نظار شورا او دېته ورته نورو ډلو په تصويرونو کې ځان ښکاره کوي او د اسلام ماسک يې هم پر ځان غوړولی، د (جهاد) او (مقاومت) دوه اصطلاحات يې د سياسي امتيازاتو لپاره ناقانونه پوښښ ګرځولی، د بې شرمۍ، بې عزتۍ وروستي حد و بريد ته رسېدلي دي. دوی ان د هغو اشخاصو خيال او پروا هم نه ساتي چې دوی ته په حقيقت او واقعيت کې د ولي نعمت حيثيت لري، پر دوی يې پردې غوړولې وې او تر همدې پردې لاندې يې د لوټ او تالان بې ساری ريکارډ ټينګ کړی و، دوی ځان ته د هر ډول الفاظو د کارونې صلاحيت ورکوي، خو که د نورو له خولې څخه يوه عادي خبره هم ووته او د دوی پر مزاج برابره نه وه، نو له هغې څخه بيا داسې يوه ډنډوره جوړه کړي چې ګنې اسمان راکښته شو.
په دې ليکنه کې غواړم يوازې يوې کلمې ته اشاره وکړم چې ښاغلي حامد کرزي په تېرو (۱۷) کلونو کې بار بار کارولې او سکارستي کړيو بيا د هغې په باب داسې غبرګون ښودلی چې ګنې ښاغلي کرزي کوم کفر غږولی دی. کرزي طالبانو ته د (ورور) خطاب کړی، خو تر دې وړاندې د طالبانو د ظهور پر مهال لومړنی سړی چې طالبان يې د ((نجات فرښتې)) وبللې او د هغوی د چټک سياسي پوځي پرمختګ په باب يې نظر څرګند کړ، هغه د اسلامي جمعيت مشر (برهان الدين رباني) و،نوموړي هغه مهال وويل: ((طالبان يک جنبش خود جوش است)). رباني يوازې پردې بسنه ونه کړه؛ کندهار او نورو سيمو کې يې طالبانو ته په ټنونو پيسې او ډول ډول مهمات هم ورولېږل او خپلو جمعيتيانو ته يې وويل چې له طالبانو سره له جګړې لاس واخلي، خپلې سيمې او وسلې هغوی ته تسليم کړي، په ټولو تنظيمي قومندانانو کې د نظار شورا مشر (قومندان احمد شاه مسعود) لومړنی قومندان و چې له خپل ساتونکي (داود داود) سره يو ځای يې په ميدان ښار کې طالبانو ته درناوی وکړ او له کوم قيد او شرط پرته يې د طالبانو مشر (ملا رباني) ته وويل چې زه يو نظامي شخص يم، کوم سياسي سړی نه يم، تاسو چې کوم شرعي نظام غواړئ، زه د هغه د يوه عسکر په توګه ستاسو په خدمت کې يم، خو تر ټولو د مخه بايد تاسې په (چهار اسياب) کې د (ګلبدين حکمتيار) او د کابل په (لويديځه برخه) کې د (عبدالعلي مزاري) د قوتونو غم وخورئ، کله چې مو دا دوه قوتونه له دې ځايه پورته کړل، نور کابل زه خپله درتسليموم. کله چې طالبانو همدا کار وکړ ؛ د کابل ښار غربي څنډې او د چهار اسياب نورې سيمې يې له يادو قوتونو ونيولې، نو بيا د نظار شورا ياد قومندان پر طالبانو ناڅاپي بريد وکړ، طالبان چې د مسعود له ژمنې سره سم له هغه څخه ددې ډول غلچکي بريد هيله نه لرله، نو له يادو سيمو پر شا شول او بيا يې د (مسعود) تر مرګه پورې د هغه پر خبرو باور ونه کړ. له دې سريزې څخه مې هدف دادی چې له طالبانو سره د خبرو اترو، معاملې، مفاهمې او مقابلې اساس تر حامد کرزي، حکمتيار او نورو اشخاصو وړاندې خپله دې ښاغليو ايښی دی. اوس که کرزی طالبانو ته د (برادر يا ورور) د کلمې پر کارولو له خوږې ګوتې نيول کېږي ، دې خبرې ته بېلابېل رنګونه ورکول کېږي او ځينې يې بيا د محاکمې د غوښتنې شعار هم ورکوي، نو عام ولس ته هم بايد ددې حق ورکړل شي چې د يادې سلسلې د پيلېدونکو په توګه د (رباني) او (مسعود) محاکمې بحث مطرح کړي، طالبانو ته د ورور يا دښمن په خطاب سره د هغوی په ماهيت، کيفيت او کميت کې هېڅ ډول بدلون نه راځي، جمعيتيانو د طالبانو د دوستۍ او دښمنۍ دواړه حالتونه تجربه کړي دي، کله چې يو ستمي يا جمعيتي ته ددې خبرې په اصطلاح حق حاصل دی چې هر چاته هر ډول خطاب وکړي، پر هر چا د هر ډول جنايت تور پورې کړي، دغسې عام ولس ته هم بايد ددې حق حاصل وي چې د جمعيت او نظار شورا جګړه مارانو ته د جنايت کارانو خطاب وکړي، دوی د جهاد په ګرمو شېبو کې له روسانو سره پروتوکولونه وکړل او د جهاد برياليتوب يې ټکنی کړ، دوی (اسامه بن لادن) له (سوډان) څخه په الوتکه کې کابل ته راوړ، دوی (دوه سوه) عربانو ته د افغانستان د تابعيت تذکرې ورکړې، دوی د اسامه استاد (عبدالله عزام) پنجشېر ته دعوت کړ، دوی طالبانو ته وسلې او پيسې ورولېږلې، دوی کابل په وينو ولمبوه، دوی ته روسانو په ټنونو پيسې چاپ کړې، دوی غربيانو ته وويل چې ((غت غت بمونه واچوئ)) دوی په افغانستان کې د شر او فساد زړي وکرل، دوی د کرزي په حاکميت کې تر ټول افغان ولسه زيات امتيازات واخيستل، دوی سياسي، دولتي، تنظيمي، اقتصادي او ميډيايي مافيا رامنځته کړه، خو له دې ټولو غميزو او ستونزو سره سره بيا هم دوی سپينې کوترې (!) دي او د دوی ټول سياسي او نظامي مخالفين د دوی په اصطلاح جنايتکاران.
ايا په دې کار د کرزي د محاکمې بحث د مطرح کېدو وړ دی چې طالب ته يې د (برادر) خطاب وکړ؟ او که د ډېرو خلکو په نظر په دې کار چې د ملت حق يې د نظار شورا او جمعيت پر جنګسالارانو وخوړ؟
ددې ليکنې په پای کې يادونه په کار ده چې د طالبانو تر سقوط وروسته د افغانستان د اوه لس کلنې لانجې يو اساسي عامل، د نظار شورا په نامه يوې محدودې ډلې ته په مطلق ډول د قدرت ناکنتروله انتقال و، تر څو چې دا ډله او ددې ډلې نورې متعصبې ستمي ائتلافي ډلې او د هغوی جنګي جنايتکاران له حساسو دولتي رګونو لرې نه شي، د واک وېش د عدالبت پر بنسټ تر سره نه شي، نه طالبانو سره سوله ممکنه ده، نه نورو ډلو سره، نه حکومت کې سمون راتلای شي، نه په عام ډول په هېواد کې امن، ددې ډلې د حاکميت په شتوالي کې نه يوازې دا چې د امن ټينګښت ممکن نه دی، حتی مخالفينو ته د مناسبو الفاظو کارول هم د دوی له سخت غبرګون سره مخامخېږي. د سولې د ټينګښت په لاره کې نور خنډونه هم شته، خو یوه اساسي غوټه او خنډ يې د همدې مافيايي ډلې نا کنټروله حاکميت دی.
کرزی خپله سوله نه غوښته، دی پوهیده چی په برادر ویلو هیڅ خرچه نه راځی او سوله هم پری نه راځی او په دی هم پوهیده چی طالبان دپردو په واک کی دی، سوله د کرزی په زیان وه،که سوله شوی وای نو ده او فهیم بانکونه وهلای شوی؟ ضرار احمد په شان بیسوادو لندغرو ډاکوانو او…. دم په دم وزارتون کړی شوای او… کرزی اول سر کی ویل چی طالبه ادرس دی راوشیه چی درشم بالا سوله وکړو خو چی قطر کی ادرس مالوم شو نظاریانو په ځای اول یی ده مخالفت وکړ- یوه خبره: دلته څوک نه دافغانستان لپاره جنګ کوی نه د افغانستان لپاره سوله کوی، که له دی دوو هریوکوی، د خپل ځان کورنی او ډلی په پار یی کوی هغه هم د بهرنیانو په ټونګ
Deer graan ustad Youn saib,
Khdai de zar kaala omar der krey, de aam wolas de ehsaas aw waqiat weylo maharat der sara da, staso mashrano aw pohano pa rana ki aw de nawey zwanano pa zyaar ba daa tyaraey Incha’Allah sahar kegy…
برادر محترم ؛
جنش طالبان در اغاز طبق نوشته های عده از افغانهای روشن ضمیر ، قلم بد ست و آګاه ، حرکت خود جوش افغانها غرض نجات وطن را ازشر، شرارت پشه ګان بي فرهنګ تنظیمی بوده ، واکثرأ ارزو داشتند که طالبان خواهند توانستند وطن ازدست این قوماندانان بی فرهنګ ، ادم کش وتجاوز ګران تنظیمی نجات دهند ، ولی با تأسف که طالبان نیز به زودی بر مبنای اسناد شکار سازمان جاسوسی (ای . اس . آی ) به رهبری نصرالله بابر ومیرزا اسلم بیګ شدند و طبق برنامه آی .اس.آی غرض تطبیق عمق استرا تیژیک پاکستان کار را را در بدل امتیازات ناچیز آغاز نمودند
باعرض ادب
دجمیعت ګوند،نظار شوری او د هزاره ګانود حزب وحدت ګوند ټول یوه موخه لری او هغه د پښتنو خلاف ټکی کی سره یوه دی، د تاریخ په حافظه کی دغه ټکیی شته دی، کله چی شورویانو په افغانستان کی د یرغلګر او ښکیلاکی ځواک په بڼه پوځي شتون درلود،ډتولو تنظیمونو موخه دوی وو او هغه مهال د دغی پښتنو ضد
خوځښتونو مخه ډب وه.خو وروسته چی شوروی پوځونه له هیواده ووتل ورسره جوخت د پښتنو ضد خوځښتونه را منځته شول البته د یادولو وړ ده چی ددغی پښتنی ضد روحیی تخم د شورویانو د اشغال په وخت د کارمل په دوران کی د قومی غونډونو په بڼه کرل شوۍ وو چی زه دنوموړو پیښو عینی شاهد یم.د احمدشا مسعود توافقنامه د
شوروی پوځونو سره د جنرال بوریس ګروموف (نوموړۍ اوس د مسکو ښاروال دۍ لکه چی) د حزب
اسلامی پخلاف وه او د ډاکتر نجیب د سولی پلان اوهلي ځلی چی د ملګروملتونو ترمشرتابه لاندی پلی کیدلی د دوستم پوسیله همدوی سبوتاژ کړي او بیا چی کله مجاهدین کابل ته ننوتل بیا هم همدوی دپښتنو مخه ډب
کوله او حزب اسلامی چی د پښتنو ګوند په سترګو ورته کتل کیدل هیڅکله یی ونه زغملو او نه یی په واک
کی برخه ورکړه.همداسی پنامه یی له ځانه سره نه بللۍ اونه شړلۍ وساته.خو لږچی پښتنو څخه ددوی په اصطلاح بیغمه شول نو پخپلو منځوکی یی داسی جنګونه وکړل چی انسانیت ورباندی شرمیږی،غوره بیلګه یی د افشاروجګړه ده. او بیا وروسته چی کله طالبان راو ټوکیدل دوی بیا هغوی ته لکۍ وښورولی اوشین څراغ یی ورکړ او برهان الدین ربانی خو ورته خپل اولادونه وویل اوبیا چی کله دطالبانو او دوی سره ونه لګیدله یوځلی بیا یی د روسیی تر مشرۍ لاندی دخنجانو د غلامۍ تړون د روسیی د استخباراتو د وزیر تر لارښووني لاندی لاسلیک کړ، بیخی می په یاد دی چی د روسیی د استخباراتو وزیر ورته وویل : کچیری تاسی طالبان دلته مات نکړۍ نو دوی به تاسو تر آمو هم تیر کړی.له دغی لنډي یادونی څځه د دغی ټلوالی اوپردیپالو موخی ښی څرګندیږی او په پای کی دوی یوازی خپل ځان غواړی نه هیواد غواړی او نه پښتانه:دلته هغه پښتو متل ددوی له حال سره ښه سر لګوی کومچی وایی:زه د وم ،لالۍ د وی، یو ګوډۍ اوړه د وی، نور که نه وی نه دوی.