تاند- وسله والو طالبانو نن /یکشنبه/ سهار وختي په زابل کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو په برید کې لږترلږه ۲۰ تنه ملي او سیمه ییز پولیس ووژل.

طالبانو د زابل پر مرکز او دوو ولسوالیو هممهاله بریدونه کړي دي.

د زابل والي بسم الله افغانمل وویل«نن سهار یو شمېر طالبانو، چې په درنو او سپکو وسلو سمبال ول، د زابل په شاهجوۍ ولسوالي د پولیسو په څو پوستو بریدونه وکړل چې په لړ کې یې ۲۰ پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.»

د زابل والي وايي چې له شاهجوۍ سره په یو وخت پر دای چوپان ولسوالي او د مرکز کلات پر شاوخوا هم طالبانو بریدونه وکړل خو دې ډلې په دغو حملو کې پرمختګ ونه کړ.

د زابل پر مرکز کلات ۴۰ توغندي ویشتل شوي چې له کبله یې عامو خلکو ته تاوانونه اوښتي خو تراوسه پوري د توغندويي بریدونو له کبله د مرګ ژوبلو په اړه راپور نه دی ورکړای شوی.

والي وايي چې په دغو حملو کې طالبانو ته هم درنې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

وسله والو طالبانو په وروستیو کې حملو ته زور ورکړی دی.

دې ډلې د منصوري په نوم د پسرلنیو عملیاتو د اعلان په مهال وویل چې د دغو عملیاتو هدف به ښارونه او ولایتي مرکزونه وي.

تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د کونړ پر مرکز اسعد اباد او ۵ ولسوالیو هممهاله بریدونه وکړل خو د امنیتي ځواکونو له لوري ناکام شول.

پرون /شنبه/ وسله والو طالبانو د غزني پر مرکز او څلورو ولسوالیو هممهاله بریدونه وکړل.

همداراز پرون طالبانو په ګردېز کې پر نوي کابلبانک انتحاري برید وکړ چې په لړ کې یې ۳ تنه شهیدان او ۳۰ تنه ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *