غونډه د قران عظيم الشان د څو مبارکو اياتونو په تلاوت کولو سره پيل شوه، ورپسې د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلينو د اتحاديې د مشرتابه ښاغلي فريدالله ځاځي لخوا ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل شو او زياته يې کړه الحمدالله نن زه ډېر د خوښی احساس کوم، چې موږ په دومره ګڼ شمېر کې يانې درې نوي کسان له مختلفو برخو فارغان لرو، دا زموږ لپاره نه بلکه ټولې افغاني ټولنې ته به وياړ وروبښي، نوي فارغ افغان محصلين به په ټول توان او صداقت وکولی شي چې د هېواد غميزو ته نور د پای ټکی کېږدي، ښاغلي فريدالله ځاځي زياته کړه موږ الحمدالله له پيله تر دې دمه له يو بل سره د خوښيو د شېبو شاهد حال يو او دا په ټوله کې د افغان محصلينو د يووالي او همکاری له برکته دي.

د فراغت دې غونډې ته د افغانستان له لوی سفارت څخه د راغلو مېلمنو په ګډون ښاغلي شمس زردشت اوږدې خبرې وکړې ښاغلي زردشت نويو فارغ شويو محصلينو او د زده کړييز بهير نه ستړي کېدونکو نورو محصلينو ته وويل؛ دا ډېر د خوښی او افتخار ځای دی، چې له يوه نړيوال پوهنتون څخه په مختلفو څانګو کې په دومره شمېر کې فارغان وينم، هغه د علم  له دې سترې زانګو څخه د فارغ شويو ځوانو هستيو ته د وينا پر مهال زياته کړه، دا هېواد تاسو بلکه ستاسو په څېر زرګونه او لکونو نورو د علم او په هر مسلک کې وړ او فني کسانو ته اړتيا محسوسوي او ستاسو په څېر ځلانده مشالونو او ډېوو ته اشده اړتيا لري، د هېواد ناسم پرمختګ له اوږدې مودې راهېسي ستاسو لارې څاري، په هر لور او ګوټ کې د ريښتني ژوند کولو ټولې لارې چارې ستاسو راتګ ته شېبې شماري، هېواد په ډېرې عاجزی او دردېدلي حالت کې ستاسو مخې ته د ښه راغلاست تر څنګ د دعا لپې غوړولي او له پاک ربه درته د سعادت، نېکبختۍ او خوښي هيله کوي، ښاغلي زردشت زياته کړه؛ زموږ هېواد که څه هم په تېر کې په کافي اندازه د جنګونو له کبله ډېر دردېدلی او کړېدلی خو بيا هم زه چې په خپل ژوند او پير کې ستاسو په څېر د علم ګلان وينم دا راته د يو ښه راتلوونکي زېری راکوي.

 د نړيوال اسلامي پوهنتون څخه د نورو استادانو په ګډون افغاني استادانو هم ګډون درلود او د استادانو په نمايندګي ډاکټر فضل ربي ممتاز مفصلې خبرې وکړې او د نويو کدرنو دا لاسته راوړنه يې د ځان او په ځانګړي ډول د افغاني ټولنې لپاره ستر وياړ او … ياد کړل.

ورپسې مشر استاد ښاغلي ډاکټر صاحب فضل الرحمن عبدالغفور نويو فارغانو ته د فراغت مبارکي وويله او له محصلينو څخه يې په مخلصانه ډول وغوښتل چې دا هېواد نور له دې حالته وژغورئ، نور نو دې هېواد ته د زخم د پټۍ او ملهم په څېر شئ او هېواد له دې کرغېړن حالت څخه راوباسئ، ښاغلي عبدالغفور زياته کړه زه یقين او باور لرم چې دا هېواد به ستاسو په څېر ځوانان او نوي استعدادونه له دې حالت څخه راوباسي.

د فراغت پدې غونډه کې د افغان محصلينو لخوا د تمثيلي ټوټه د ورورګلوی او اُخوت تر سرليک لاندې ګډونوالو ته وړاندې کړل شوه.

د غونډې په پای کې د افغان محصلينو د اتحاديې د مشرتابه لخوا د افغانستان له سفارت څخه راغلي پلاوي ته د افغاني کلتور نښان او سمبول د وياړ لونګی ور په سر کړل شوه، د ډاليو دا لړۍ په همدې ډول جاري وه او د اتحاديې غړي هم د سفارت لخوا په تقديرنامو ونازول شول، په پای کې نوي فارغ محصلين يو په بل پسې په چمتو شويو تقديرنامو او تحايفو ونازول شول.

درنښت

نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد

د افغان محصلينو اتحاديه

ذبيح الله انوري

د فرهنګي چارو مسؤل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *