په هلمند کې نفوذي خپل ۸ ملګري ووژل
تاند- په هلمند کې چارواکي وايي چې یوه نفوذي د دغه ولایت په یوه پوسته کې خپل ۸ ملګري وژلي دي.
د هلمند امنیه قوماندان جنرال اقا نور کینتوز نن /دوشنبه/ وویل چې دا پېښه تېره شپه د سنګین ولسوالۍ په لاره کې د پولیسو په یوه پوسته کې وشوه.
حمله کوونکی له پوستې تښتېدلی او له طالبانو سره یوځای شوی دی.
په فاریاب کې ۵ پولیس ووژل شول
په فاریاب کې یوه امنیتي چارواکي وویل چې د وسله والو یاغیانو په حمله کې ۵ پولیس ووژل شول.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویندوی کریم یورش رسنیو ته وویل، دا ۵ پولیس هغه مهال ووژل شول چې یاغیانو په کوهستانات ولسوالي کې د دوی د سپرلۍ پر موټر برید وکړ.
ده په عین حال کې وویل چې په دې برید کې افغان امنیتي ځواکونو هم یو شمېر یاغیان ووژل خو د شمېر په اړه یې معلومات نه لري.
د کندوز د قلعه زال لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندوز د قلعه زال ولسوالي لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال تېره شپه په یوه هوايي حمله کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هوايي برید کې د طالبانو یوه نقلیه وسیله او یوه اندازه وسلې ویجاړې شوي دي. په دې برید کې لږترلږه ۸ تنه نور سختدریځي هم وژل شوي دي.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په وروستیو اوونیو کې د کندوز د نیولو لپاره پراخې حملې وکړې خو راپورونه وايي چې د حملو په ترڅ کې طالبانو ته سختې مرګ ژوبلې واوښتې.
د لوګر د علماوو شورا مرستیال ووژل شو
نامعلومو وسله والو نن /دوشنبه/ د لوګر د علماوو شورا مرستیال په داسي حال کې وواژه چې د سهار د لمانځه لپاره جومات ته روان و.
تراوسه پورې د مولوي عبدالغفور د وژلو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
په وروستیو اوونیو کې په کندهار کې د مولوي پیروز او په چاریکار کې د علماوو شورا د ريیس مولوي حنفي په شمول څو دیني عالمان ووژل شول.
دا ډول وژنې عموماً وسله وال طالبان کوي.
۷۱ یاغیان ووژل شول
د چین سینهوا خبري اژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په قول وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه ۷۱ وسله وال مخالفان وژلي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا کسان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ۱۲ عملیاتو کې وژل شوي دي.
وزارت وايي، دا عملیات په زابل، هلمند، ننګرهار، لغمان، فراه، کندوز، غور او وردک ولایتونو کې شوي دي.
په ننګرهار کې ۱۴ طالبان او داعشیان ووژل شول
د ننګرهار ولایتي اداره وايي چې د طالبانو او داعش له تروریستي ډلو سره د افغان امنیتي ځواکونو په جلا جلا نښتو کې د دواړو ډلو لږترلږه ۱۴ غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د کوز کونړ ولسوالي په بادیالي سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو ۱۴ طالب یاغیان وژلي او ۵ نور ژوبل کړي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې ۹ داعشي یاغیان د اچین ولسوالي په پخه سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
راځی دا به ټول سره وشمیرو – ټول ټال سل کسه شول -دابه ټول مسلمانان وی اوکه پنځه داعشیان ور څخه وباسو ددو ورخوقتلان کې ۹۵تنه افغانان مړه دی – داچې په فاریاب کې یولوی ښووڼخي اوپه غزنی کې هم یو منځنی ښوونځی سوزیدلی ده – بل جنایت چې په نړۍ کې ساری نه لری – نو آیا تاسو دې هیواد ته دنړۍ مسلخ اوجهالتخونه نوم نشی ورکولی ؟- تو لعنت دې وی په داسې انسانیت اواسلامیت چې دا کرغیړن موجودات به
ځان په کې شماری