د لوګر د علماوو د شورا مرستیال مولوي عبدالغفور د نا معلومو وسله والو له لوري په شهادت ورسېد
(غبرګولی- ۱) د لوګر د علماوو شورا مرستیال او تکړه عالم مولوي عبدالغفور سهار مهال د لوګر مرکز اړوند د کلنګار د عوض کلا په سیمه کې مسجد ته د لمانځه ادا کولو ته روان وو چې د نا معلومو وسله والو لخوا په شهادت ورسېد.
د خدای په کور کې د عالمانو وژل چې هغه هم نه له چا سره په جګړه کې وي او یواځې د دین تبلیغ او امامت کوي دا د خوارجو ، یاغیانو او د اسلام په څېره کې د اسلام د سرسخته دښمنانو کار دی.
د مولوي عبدالغفور په شهادت رسول دده قاتل ته د اسلام له بدنامولو ، دده د کرغېړنې څېرې د لوڅولو او ځان ته جهنم کې ځای جوړولو پرته بل پیغام نلري.
د لوګر والي محمد حلیم فدايي د نوموړي کورنۍ او د لوګر عالمانو ته تسلیت وايي او له خدایه ورته د جنت الفردوس غوښتونکی دی.
بل خبر
لوګر کې یو مسجد چې په یو وخت کې د۶۵۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري چارې د څه باندې درې میلونه افغانیو په قیمت سره بشپړې شوې.
(غبرګولی-۱) په خوښۍ ولسوالۍ کې د مسجد د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، ولایتي شورا منشي عدالت عبدالرحیمزي، د شورا غړو سید قریب الله سادات، حاجي قسیم خوشیوال، محب الله صالح ، امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، د حج اوقافو ریس، د خوښۍ ولسوالۍ ولسوال او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د خوښۍ ولسوال عبدالحمید په وینا یاد مسجد د ۱۸×۲۰ متره اوږدوالی لري چې د حج او قافو وزارت له خوا د ۳۵۰۰۰۰۰ افغانیو په لګښت سره په شپږو میاشتو کې جوړ شو چې په یو وخت کې د ۶۵۰ کسانو د ناستې ګنجایش لري.
د یاد مسجد سره د لوګر والي په شخصي لګښت د ۴۰۰ متره فرش مرسته وکړه او په خپلو لاسونو یې په مسجد کې هوار کړو.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې د مرکز مربوط د کلنګار په سیمه کې د محمدیه مسجد چې د حج او قافو وزارت له خوا جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
بل خبر
د لوګر مېشتو ټولو کوچیانو د خپل نظام څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ اوهم یې خپلې ستونزې او مشکلات ولایتي ادارې سره شریکې کړې.
(غبرګولی-۱) نن ورځ د لوګر والي محمد حلیم فدایي چې د ادارو یوشمېر رئیسان او د کوچیانو مشر حاجي سالم نعیمزوی هم ورسره وو د لوګر د ټولو کوچیانو سره ولیدل او د دوی ستونزې او مشکلات یې واوریدل شوې.
په سرکې د کوچیانو استازو، د لوګر د کوچیانو د چارو آمر،د کوچیانو مشر حاجي سالم نعیم زوی او حاجي بدین خبرې وکړې او د کوچیانو ستونزې لکه (کوچیانو ته باید د پخواني رئیس جمهور په فرمان ورکړل شوې ځمکې ورکړل شي، د کوچیانو د ستونزو او مشکلاتو لپاره باید یو کمیسون جوړ شي، کوچیانو لپاره لیک لوست کورسونه باید جوړ شي،د روغتیا په برخه کې درې کلینیکونه منظور شوي او نور هم باید ورته کار وشي) یادې کړې.
یادو مشرانو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د لوګر ولایتي ادارې څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ او په هره برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
لوګر والي د مېشتو کوچیانو په یوغږ راټولېدلو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه تاسو کوچیان نه بلکې لوګریان یاستۍ، همدارنګه تاسو کوچیانو په اقتصاد کې زیات رول لوبولی چې په تېرو کې ۳۰٪ غوښه او لبنیات د کوچیانو له مالونو لاسته راغلي دي.
والي وویل کوچیان د غوندې ستن مثال لري هر پیوند دوی ګنډي او دوی کولای شي د وطن په جوړلوواو اقتصاد کې مهم رول ولوبوي.
والي د خبرو په دوام دا ومنله چې کوچیان د یوشمېر خدماتو څخه محروم دي اوعلت یې همدا ناامني ده ځکه هره ورځ د وطن دښمنان هڅه کوي چې زمونږ بې ګناه هیوادوال په شهادت ورسوي، چې نن ورځ یې هم د لوګر ولایت جید عالم او د علماوو شورا مرستیال په شهادت ورسولو او څو ورځې وړاندې یې په محمداغې ولسوالۍ کې هم پنځه ماشومان، پنځه ښځې او یو سپین ږیری سړی شهید او درې نور ماشومان ټپیان کړل.
والي وویل په هیڅ جنګ او په هیڅ دین کې د ماشومانو وژل نشته او که چېرته مونږ او تاسو پدې مسله کې سکوت وکړو زمونږ او ستاسو سکوت په رضایت مانا لري او په جرم کې ورسره شریک یو.
والي د کوچیانوسره وعده وکړه چې ستاسو د ستونزو لپاره به را روانه اونۍ یو کمیسون جوړوو او مشري به یې خپله زه کوم او پدې کمیسون کې به ټولې ستونزې او مشکلات شریکوو، د حل لار به ورته لټوو او ستاسو د ځمکې په اړه د هر رئیس جمهور فرمان د منلو دی.