تاند- کام اییر هوايي شرکت وايي، د ولسي جرګې د یوه غړي کسانو د دغه هوايي شرکت الوتکه د بامیان په هوايي ډګر کې کښېناستو ته پرې نښوده.

د دغه شرکت په وینا د عبدالرحمان شیداني کسانو په دې خاطر الوتکې ته د بامیان په هوايي ډګر کې د کښېناستو اجازه ورنه کړه چې شیداني په دغه الوتکه کې له سفره پاتې شوی و.

د کام اییر هوايي شرکت رييس عثمان صدیقي رسنیو ته وویل، د ولسي جرګې د غړي عبدالرحمان شیداني وسله والو کسانو د بامیان د هوايي ډګر الوتلار یا رنوې بنده کړه او الوتکه یې پرې نښوده چې کښېني.

ښاغلی صمدي وايي، شیداني دومره سرټمبه و چې الوتکه یې له ټوله سپرلۍ سره مجبوره کړه چې بېرته کابل ته راشي او دی بامیان ته ورسوي.

کام اییر هوايي شرکت وايي چې د شیداني دې کار دغه هوايي شرکت ته ۱۰ زره ډالره زیان اړولی او ترڅنګ یې د کام اییر نورې الوتنې ځنډولې دي.

عبدالرحمان شیداني تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي چې که څوک ناوخته هوايي ډګر ته لاړ شي او الوتکه ورڅخه لاړه شي نو مناسبه ده چې نور مسافر په تکلیف او حتي ژوند یې له جدي خطر سره مخامخ شي.

د ښاغلي شیداني دې عمل یو وار بیا وښوده چې په افغانستان کې له رامنځته شوي وضعیت څخه په استفادې یو شمېر زورور شوي او شتمن شوي څومره له خپل واک او زوره ناوړه استفاده کوي.

One thought on “د ولسي جرګې یوه زورور غړي د سپرلیو الوتکه کښېناستو ته پرې نښوده”
  1. هههه دومره زور خو ولاکه ټرامپ په خپله اشپزخانه کی ولری چی مینو خلاف ډوډی وغواړی. د ډموکراسی او ډګکراسۍ یو فرق همدا دی. مګر د دغه ډاکو عکس مو باید د کام ایر الوتکی په ګیډه خپور کړی وای – عکس یی خپور کړی چی خلک هم دی وپیژنی او هم د ډګکراسۍ په مانا پوه شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *