د مڼې ګل دودیزه کلنۍ مشاعره چې بنسټ یې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۸ هجري لمریزکال د وردګ ولایت د چک په ولسوالي کې اېښودل شوی، هر کال د پسرلي په موسم کې د سیمې او هېواد د ګڼ شمېر مینه والو، شاعرانو او لیکوالانو په حضور کې جوړېږي. د مڼې ګل شپاړسمه مشاعره د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د ثور د میاشتې په ۲۸ مه چې د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د مې د میاشتې له ۱۸ مې  نیټې سره برابره ده، د ولایت په مرکز میدانښار کې د سلګونو مینه والو، شاعرانو، لیکوالانو، ولایتي چارواکو د ملي او ولایتي شوراګانو د ځینو استازو او مېلمنو  په ګډون جوړه او پيل یې د قرآن کریم په تلاوت او ملي سرود سره و شو. د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ښاغلي اورنګ مختار د غونډې په پيل کې مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د سرپرست ښاغلي رسول باوري پیغام یې و لوست. ورپسې  د وردګ ولایت مقام ښاغلي انجنیر ځونډي ګل زماني، د ولایتي شورا مشر ښاغلي اخترمحمد طاهري او د مدني ټولنې استازي ښاغلي انجنیر دقیق ویناوې وکړې. تر ویناوو وروسته د وردګو، میدان او د هېواد د بېلو بېلو سیمو څخه ګڼ شمېر شاعرانو د خپلو غزلو او شعري کلام په وړاندې کولو سره مشاعرې ته هنري ښکلا ور و بخښله او خپل غزلونه یې و لوستل. شاعرانو پخپلو شعرونو کې سوله، مینه، محبت، ورورګلوي، ټولنیز پرمختګ او پوهنیز بنسټونه و ستایل او د هنر په ژبه یې په چارواکو یو لړ سالمې نیوکې وکړي چې د مجلس د ګډونوالو له خوا د خوښۍ په تودو چکچکو او نارو سره بدرګه کېدل. د مڼې ګل شپاړسمه مشاعره د یو شمېر ډالیو او تقدیرپاڼو تر وېشلو وروسته په دعاییې او غرمنۍ سره د آرامۍ په فضا کې پای ته ورسېده.

د وزارت د مقام پیغام

د مڼې ګل د شپاړسمې مشاعرې د ویناوو د برخې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ښاغلي اورنګ مختار د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د سرپرست ښاغلي پوهاند رسول باوري پیغام و لوست. د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د مقام په پیغام کې د مڼې ګل د کلنۍ مشاعرې د جوړولو ارزښت ته اشاره شوې وه چې په دې وروستیو کلونو کې د ولایت په مرکز میدانښار کې جوړېږي. همدارنګه  په پيغام کې د هېواد له شاعرانو، لیکوالانو، او ادیبانو څخه غوښتل شوي وو څو په خپل شعري او نثري کلام کې داسې څه ولس ته وړاندې کړي چې د ټولنې د ستونزو او ناوړه دودونو په منځه وړلو کې ګټور ثابت شي او د هېوادوالو لپاره مثبت انعکاس له ځان سره و لري. ښاغلي مختار د خپلو خبرو په ترځ کې د مڼې ګل د مشاعرې د بنسټ اېښودونکو له ډلې څخه د ښاغلي مصطفی حماس نوم یاد کړ او له نوموړي څخه یې مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یې له خپلو ملګرو سره یو ځای د مڼې ګل د مشاعرې بنسټ د چک په ولسوالي کې کېښود. باید وویل شي چې ښاغلی حماس د مڼې ګل د شپاړسمې مشاعرې په محفل کې حاضر وو او د همدې مشاعرې له موسسینو څخه ګڼل کېږي.

د ولایت د مقام وینا

د ولایت مقام ښاغلي انجنیر ځونډي ګل زماني په خپله وینا کې وویل: مشاعرې، فرهنګي او ادبي غونډې د ډېر ارزښت وړ دي، او شاعر او لیکوال په هره انساني ټولنه کې خورا مهم رول ادا کوي. شاعر او یا لیکوال کولای شي د ټولنې ناخوالو او ستونزو ته د خپل شعري یا نثري کلام په ژبه په ښه توګه  انعکاس ورکړي او د ټولنیزو ستونزو په حل کې ګټور واقع شي. د ولایت مقام وویل چې ټولنیزو ستونزو ته د شعر په ژبه انعکاس ورکول ستر تاثیر او لویه اغیزه لري او حل ته یې د چارواکو پاملرنه جلبوي.  له بلې خوا شاعران کولای شي چې ولس ته د سولې، پرمختګ او هېواد جوړولو ذهنیت ورکړي او مسئولین د شعر په ژبه خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړي. نوموړي همدارنګه د مڼو په هکله هم خبرې وکړې چې د دې ولایت عمده حاصلات ګڼل کېږي او د هېواد په کچه یې ښه شهرت موندلی دی.

د مشاعرې برخه

له ویناوو وروسته د مشاعرې برخه د ښاغلي ګل رحمان رحماني په غزل سره پيل شوه او له ښاغلي رحماني څخه وروسته لومړی مشرانو شاعرانو او بیا د سیمې او هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه راغلیو شاعرانو خپل شعرونه، غزلې او نظمونه د ګډونوالو په مخکې و لوستل چې زیاتره یې د سولې، پوهنې، مینې، ښکلا او د زده کړې خواته د ځوان نسل د هڅونې مفاهیم له ځان سره درلودل. د یادونې وړ ده چې د ښاغلي مطیع الله تراب او د میدان د ولسي شاعر ښاغلي دیندار شعرونه د اورېدونکو له خوا په زیاته پیمانه بدرګه شول.

د ویندويۍ چارې

د شپاړسمې مڼې ګل د مشاعرې ویندویان آغلې محموده تقوی، ښاغلی نجیب الله فکرمن او ښاغلی محب الله شریفزی وو چې د مشاعرې نظم یې تر ډېره حده په ښه توګه ساتلی وو او د شاعرانو د معرفي او سټېج ته د راغوښتلو سره سره یې  دغه رنګین محفل ته د خوږو څلوریزو او بیتونو ډالۍ وړاندې کولې.

د غزل شپه

د شپاړسمې مڼې ګل د مشاعرې له جوړېدو څخه د مخه د ولایت په مرکز میدان ښار کې د غزل شپه جوړه شوې وه چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راغلیو مېلمنو د هغه په ترځ کې د غزلو محفل تود کړی وو او ګڼې غزلې پکې وویل شوې.

خبري پوښښ

د مڼې ګل د شپاړسمې مشاعرې د خبري پوښښ لپاره په وردګ ولایت کې په فعالو رسنیو سربېره له کابل څخه هم یو شمېر خبري رسنۍ او تلوېزیوني چینلونه محفل ته ورغلي وو څو مشاعره ثبت او په مناسب وخت کې یې بهیر مینه والو ته خپور کړي. همدارنګه د دې مشاعرې بهیر د پيغله او ژوند راډیوګانو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېده او د غزل د لوستلو پر مهال به یې نرمه موسیقي هم خپروله. په پام کې ده چې  د مڼې ګل د شپاړسمې مشاعرې غزلونه، پيغامونه، ویناوې او نور اړوند معلومات په کتابي بڼه چاپ او د مینه والو د مطالعې وړ و ګرځي.

ستاینلیکونه

د کابل ادبي بنډار مشرتابه د مڼې ګل د شپاړسمې مشاعرې په ترځ کې د ولایت ویاند ښاغلي عبدالرحمن منګل او د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ښاغلی اورنګ مختار په ستاینلیکونو و نازول ځکه چې یادو ښاغلیو زموږ په ۱۳۹۵ کال کې د ولایت د ځوانانو په تشویق، د سالم فکر په ترویج او مثبتو خبرونو ته په پوښښ ورکولو کې لویه ونډه ادا کړې ده او لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

مشاعرې ته د احمدي ډالۍ

زه په دښتو کې رپېږم، زه په غرونو کې رپېږم

زه د سترګو په لېمو کې، زه په زړونوکې رپېږم

ما په بڼ کې نخره کړې، د ګودر تر څنګ ولاړ یم

زه د کلیو په سر خوځم، په ښارونو کې رپېږم

زه په سر د بریالیو د بریا رنګونه شیندم

زه په مستو اتڼونو،  په ډولونو کې رپېږم

زه له لمره رڼا اخلم، زه پروا د تورتم نه کړم

زه له ګل سره لوبېږم، ګلابونو کې رپېږم

ما د لوبو ډګر وړی په درې رنګه خنداګانو

زه په تورو، سرو، زرغونو، ډګرونو کې رپېږم

احمدي لاس کې مې نیسه ته اتل شوې د سیالیو

زه د سولې د لیکوالو په لاسونو کې رپېږم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *