تاند- د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په سعودي عربستان کې د اسلامي او عربي نړۍ په تروریستي ضد کنفرانس کې د نوازشریف ګډون د پاکستانیانو لپاره د شرم وړ وباله.

نوازشریف ته د سعودي عربستان په کنفرانس کې اهمیت ورنه کړای شو او د امریکا ولسمشر د تروریزم پر ضد په هلوځلو کې د ګڼو اسلامي هیوادونو نومونه واخیستل خو پاکستان ته یې هیڅ راز اشاره ونه کړه.

د تحریک انصاف مشر عمران خان وايي، پکار نه وه چې نوازشریف دې غونډې ته تللی وای.

عمران خان وویل«نوازشریف ته، چې د نړۍ د یو ستر او ګڼ نفوسه اسلامي هیواد صدراعظم دی، د ریاض په غونډه کې حتي د وینا اجازه ورنه کړای شوه او حقیقت دا دی چې له نوازشریف سره په دې غونډه کې د یوه نابللي مېلمه په شان سلوک وشو.»

عمران خان دا هم وویل چې د امریکا ولسمشر د دې پر ځای چې د پاکستان د قربانیانو یادونه وکړي د هند ملاتړ وکړ.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ریاض په کنفرانس کې، چې د ۵۵ هیوادونو مشرانو پکې ګډون وکړ، د تروریزم پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو مبارزه او زړه ورتیا وستایله خو د پاکستان یادونه یې ونه کړه.

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو پاکستان د تروریزم پر ضد په مبارزه کې خپل مهم متحد باله.

عمران خان وايي، د ریاض په غونډه کې نوازشریف او پاکستان ته اهمیت نه ورکول د ټولو پاکستانیانو د شرم سبب شوی دی.

د پاکستان رسنیو او د سیاسي چارو کارپوهانو هم د ریاض په کنفرانس کې پاکستان ته پر اهمیت نه ورکولو سخته خواشیني ښودلې ده.

One thought on “عمران خان وايي د ریاض غونډه د پاکستان د شرم سبب شوه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *