تاند- داعش یا اسلامي دولت ډلې د بریتانیا د مانچستر ښار د تېرې شپې د تروریستي حملې مسوولیت په غاړه واخیست.
داعش په یوه خبرپاڼه کې، چې په عربی ژبه یې په خپله ویبپاڼه کې خپره کړې ده، ادعا کړې چې تر ۱۰۰ ډېر کسان یې وژلي یا ټپیان کړي دي.
پولیس او چارواکي وايي چې د مانچستر د تېرې شپې په کنسرت کې انتحاري حملې ۲۲ تنه وژلي او ۵۹ نور ژوبل کړي دي.
د بریتانیا صدراعظمې نن د دې حملې په اړه وویل چې پولیسو بریدکوونکی پېژندلی خو د څېړنو تر بشپړېدو پورې یې نوم نه اعلانوي.